هلمند کې ۳ قاچاقبر له ۲۱۰ کیلو ګرامه نشهيي او کیمیاوي موادو سره نیول شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د هلمند په موسیکلا ولسوالۍ کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کشفي عملیاتو پر مهال درې کسان نیولي، چې غوښتل یې ۶۸ کیلو ګرامه نشهيي توکي او ۱۴۲ کیلو ګرامه «ایف» کیمیاوي مواد یوه نامعلوم ځای ته ولېږدوي.
وزارت وايي، نیول شوي کسان له یادو توکو سره د پولیسو تر څار لاندې دي او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.



