مسؤلين: افغانستان د مالګې په تولید کې پر ځان بسیا شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د صنعتکارانو اتحادیه او د اسلامي امارت مسولين وايي، افغانستان د مالګې په تولید کې پر ځان بسیا شوی او اوس د دې محصول واردولو ته اړتیا نه لیدل کېږي.
د مسؤلينو په وینا، د هېواد کلنۍ اړتیا شاوخوا ۳۰۰ زره ټنه مالګه ده، خو کورنی تولید یې ۳۴۴ زره ټنو ته رسېدلی دی. مالګه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۴ کانونو څخه استخراجېږي او په لسګونو فابریکو کې تصفیه او پروسس کېږي.
د صنعتکارانو اتحادیه وايي، د مالګې د تولید له زیاتوالي سره هڅه کېږي چې د کیفیت او معیاري بستهبندۍ کچه هم لوړه شي، څو په راتلونکي کې د افغانستان مالګه بهرنیو هېوادونو ته هم صادره شي.



