ټولګټو چارو وزارت: د افغانستان رېلپټلیو له لارې په یوه میاشت کې ۷۹۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د ټولګټو چارو وزارت وايي، تېره یوه میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو لېږدول شویو توکو کې ۳۷۴۴ مټریک ټنه صادراتي توکي هم شامل دي.
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د اوسپنې پټلۍ اړوند چارو د پراختیا او ښه والي هڅې روانې دي، څو د هېواد سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې او معیاري خدمتونه وړاندې شي.



