عبدالملک حوثي: اسلامي امت دې د مکې او مدینې د سپېڅلتیا لپاره د دوښمن له «توطئو» سره جدي چلند وکړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین الحوثي” د طوفان الاقصی عملیاتو د دریمې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیو یي پیغام کې د اسلامي امت له حکومتونو، ولسونو او مخورو غوښتي چې د مکې مکرمې او مدینې منورې د سپېڅلو ځایونو په اړه هر ډول اقدام ته جدي پاملرنه وکړي.
الحوثي ویلي، اسلامي امت باید د هغه څه پر وړاندې چې نوموړي د «سعودي د خطرناکو او جنایتکارانه لاسوهنو» په توګه یاد کړي، بېپروا پاتې نه شي او په دې برخه کې خپل تاریخي مسؤولیت ادا کړي.
نوموړي ادعا کړې چې سعودي د امریکا او اسرائیلو په ملګرتیا هڅه کوي د مکې مکرمې او مدینې منورې د سپېڅلتیا موضوعات د یمن د خلکو پر ضد د تبلیغاتو او پارونې لپاره وکاروي.
الحوثي ټینګار کړی چې د یمن خلک، چې نوموړي یې «د ایمان او حکمت یمن» بللی، د اسلامي مقدساتو د سپکاوي یا سرغړونې منلو ته چمتو نه دي.
هغه زیاته کړې چې یمنیان د مکې، مدینې، مسجد الاقصی او نورو اسلامي مقدساتو د درناوي او ساتنې له لومړنیو ملاتړو څخه دي؛ نو ځکه، د نوموړي په وینا، دا ادعا بېبنسټه ده چې ګواکې دوی به د اسلامي مقدساتو پر وړاندې کومه دښمنانه کړنه ترسره کړي.
د انصارالله مشر له اسلامي امت غوښتي چې د نوموړي په وینا، د سعودي د «توطئو» پر وړاندې جدي دریځ غوره کړي او اجازه ور نه کړي چې د مکې او مدینې موضوعات د سیاسي موخو لپاره وکارول شي.



