لاوروف: د افغانستان او پاکستان اختلافات باید د سیمه‌ییزې همکارۍ پر وړاندې خنډ نه شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي اختلافات باید د سیمې د همکاریو او ګډو هڅو پر وړاندې په خنډ بدل نه شي.

لاوروف دا څرګندونې د مسکو فورم په غونډه کې کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ ستونزې د دواړو هېوادونو پر وړاندې د ګډو امنیتي ننګونو له امله رامنځته شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې دغه اختلافات باید لا پراخ نه شي او په یوه ستر سیمه‌ییز بحران بدل نه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو کې د امنیتي مسایلو او سرحدي وضعیت له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button