امینه اردوغان: غزه یوازې د فلسطین قضیه نه ده؛ هر ظلم چې بې سزا پاتې شي، سبا د بل ولس برخلیک کېدای شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې د ولسمشر “رجب طیب اردوغان” مېرمنې “امینې اردوغان” د غزې د روان وضعیت په اړه په یوه پیغام کې ویلي، چې په غزه کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې روان ظلمونه د نړۍ د خلکو د سترګو پر وړاندې ترسره کېږي.

هغې ویلي، غزه کې صهیونیستي ریژیم د هڅه کوي د فلسطنیانو ریښې وباسي، تاریخي حافظه یې له منځه یوسي او راتلونکی یې ترې واخلي.

د امینې اردوغان په وینا، زرګونه ماشومان مخکې له دې چې د لویېدو فرصت ومومي، خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونو میندو خپل اولادونه له لاسه ورکړي؛ خو میلیونونه فلسطینیان لا هم له ټولو دردونو سره سره پر خپلې خاورې ټینګ ولاړ دي.

هغې ټینګار کړی چې غزه یوازې د فلسطین قضیه نه ده او خبرداری یې ورکړی چې کوم ظلم چې نن د نړۍ د سترګو پر وړاندې بې سزا پاتې شي، ښايي سبا د بل ولس او بلې جغرافیې برخلیک وګرځي.

امینې اردوغان زیاته کړې چې د فلسطینیانو د مقاومت ترڅنګ درېدل او د هغوی د غږ پورته کول اوس یو اړین مسؤولیت دی، ځکه د غزې دفاع د ژوندي پاتې شویو د راتلونکي او د ګډ انساني وجدان دفاع ده.

هغې د غزې د جګړې د قربانیانو لپاره د رحمت او مغفرت دعا کړې، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې فلسطین یو ځل بیا د سولې او ډاډ ورځې وویني.

مربوطه مطالب

Back to top button