کابل کې د ۲۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو درې پروژې منظورې شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ میزان ۱۴۰۵):

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په کابل ښار کې د شاوخوا ۲۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو درې پروژې منظورې کړې دي.
په دغو پروژو کې د غازي سټېډیوم څلورلارې څخه د سمنټو تر سرای پورې د سړک جوړول، له سپین‌کلي څخه تر قلعه وزیر پورې د سړک د دویم لین جوړول او د دارالسلام روغتون له څنګ څخه د اموالو تر ګودامونو پورې د سړک جوړول شامل دي.
د یادو سړکونو اوږدوالی په ترتیب سره ۱۵۷۰، ۸۵۰ او ۱۹۹۰ متره دی او لګښت به یې د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button