حوثي ځواکونو د ارامکو په چاڼځای او د ریاض په هوایي ډګر د پراخو توغندیزو بریدونو ادعا کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ تله ۱۴۰۵ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې د دغه هېواد په ختیځ کې د ارامکو شرکت پر تاسیساتو، د ریاض پر هوايي ډګر او د ارامکو پر چاڼځای پراخ توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د یمن وسلهوالو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه عملیات یې د سعودي عربستان د هغو بریدونو په غبرګون کې ترسره کړي، چې د دوی په وینا، د یمن پر پلازمېنه صنعا او نورو سیمو شوي دي.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې سعودي ځواکونو د کړکېچ د زیاتېدو په موده کې د یمن پر بېلابېلو سیمو ټولټال ۲۲۸۱ هوايي او توغندیز بریدونه کړي او په ترڅ کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یمن وسلهوالو ځواکونو ویلي چې په وروستیو عملیاتو کې یې بالستیک توغندي، کروز توغندي او بېپیلوټه الوتکې کارولې او ټاکل شوي اهداف یې په نښه کړي دي. د اعلامیې له مخې، په دغو بریدونو کې هدف ګرځول شویو ځایونو ته زیانونه اوښتې دي.



