ولسمشر المشاط: پر سعودي بریدونه دفاعي اقدامات دي ریاض باید د یمن پر ضد تېري او کلابندي پای ته ورسوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن ولسمشر او د لوړې سیاسي شورا مشر “مهدي المشاط” ویلي، چې پر سعودي عربستان د یمني ځواکونو بریدونه دفاعي اقدامات دي، چې موخه یې د یمن پر ضد د تېریو او کلابندۍ پای ته رسول دي.

المشاط تېره شپه په خپلو څرګندونو کې ویلي، د روانې جګړې اساسي موخه د سعودي عربستان له لوري د یمن د ۱۲ کلنې کلابندۍ او تېریو پای ته رسول، د ملي شتمنیو بېرته ترلاسه کول او د دغه هېواد له خاورې څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې پر سعودي عربستان د یمني ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه هوښیارانه اقدامات دي او هدف یې دا دی چې ریاض د یمن پر وړاندې د پوځي اقداماتو او کلابندي پای ته رسولو ته اړ شي.

هغه زیاته کړې، چې د دغو بریدونو ګټه او زیان د یمن د حکومت اصلي اندېښنه نه ده، بلکې د ستونزې تر ټولو نږدې حل دا دی چې پر یمن تېري ودرول شي او کلابندي پای ته ورسېږي.

د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی، چې د یمن پر ضد ښکېل ځواکونه باید مخکې له دې چې ناوخته شي، د دغه هېواد له خاورې ووځي.

المشاط همداراز د مدینې منورې پر وړاندې د بریدونو په تړاو د سعودي عربستان ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې د دغو ادعاوو تکرار د سعودي د بې‌وسۍ، ماتې او له صهیونیستي دسیسو سره د همغږۍ نښه ده. نوموړي د سعودي حکومت د هغو هڅو بشپړ مسؤل بللی، چې د ده په خبره، د یمن خلک سپکوي یا یې تورنوي.

هغه د نړیوال سمندري تګ راتګ په اړه ویلي، چې دغه تګ راتګ په بشپړ ډول خوندي دی او د صنعا حکومت پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

خو المشاط خبرداری ورکړی، چې د سعودي عربستان له لوري د باب‌المندب سیمه په جګړه‌ییزه سیمه بدلول د سمندري تګ راتګ امنیت له خطر سره مخ کوي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دغه اقدام مخنیوی وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button