افغانستان او سعودي عربستان د لمریزې او بادي انرژۍ په برخه کې پر همکاریو خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ میزان ۱۴۰۵):

د اوبو او انرژۍ وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له معین محمد ابراهیم سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د لمریزې او بادي انرژۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د تجربو پر شریکولو او د ګډو پروژو د پیل په اړه خبرې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، آخندزاده د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت معین او تخنیکي مسؤلینو ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې، چې نوموړي یې هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې په نږدې راتلونکي کې به یو تخنیکي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، څو د انرژۍ په برخه کې شته فرصتونه وارزوي او د ګډو همکاریو پر عملي لارو چارو خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button