اسرائیلو په زندانونو کې ۹ زره فلسطینیان بندیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ میزان ۱۴۰۵):
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، اوس مهال شاوخوا ۹ زره او ۳۵۰ فلسطینیان د اسرائیلو په زندانونو کې بندیان دي، چې ۳۵۰ ماشومان او ۹۰ ښځې هم پکې شاملې دي.
د بشري حقونو بنسټونو په دغو زندانونو کې د شکنجې، لوږې، فزیکي ځورونې او طبي پاملرنې د نشتوالي راپورونه ورکړي دي.
د هاآرتص ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په پنځو اسرائیلي زندانونو کې پر فلسطیني بندیانو د ربړونې، مرمیو د ډزو ۲۱ پېښې ثبت شوي، چې له امله یې ځینې بندیان سخت ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو بنسټونو د دغو کړنو د بندولو غوښتنه کړې، خو د اسرائیلو د زندانونو ادارې د ورته وسلو پر بشپړ بندیز موافقه نه ده کړې.



