د اسلامي امارت وياند: یوناما دې خپل راپورونه د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ چمتو کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ میزان ۱۴۰۵):

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د یوناما د وروستي راپور په غبرګون کې له دغه دفتره غوښتي چې خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي.

نوموړي ویلي، یوناما په خپل راپور کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر وزارت او نورو رسمي ادارو له لوري د ځینو سرغړونکو کسانو نیونې خپل‌سرې بللې دي، خو د ده په وینا، دغه اقدامات د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې د غیرشرعي کړنو د مخنیوي او د اشخاصو د اصلاح لپاره شوي دي.

ښاغلي مجاهد په اکس لیکلي، یوناما ولې په خپلو راپورونو کې د ولسي مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د مېشتولو، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي، سیاسي پرمختګونو او لویو اقتصادي پروژو د پلي کولو په برخو کې د اسلامي امارت د ادارو هڅو ته انعکاس نه ورکوي؟

نوموړي ويلي، یوناما د بې‌طرفه نړیوال بنسټ پر ځای د نظام پر ضد تبلیغات کوي او له افغانستانه نړیوالې ټولنې ته منفي انځور وړاندې کوي.

هغه ویلي، یوناما باید د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نږدېوالي او د سوءتفاهمونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button