لیکنه : مفتی نجم الاسلام
۱- که دکوم څاروي دیو اندام دریمه حصه یا د دریمې حصې نه زیات پرې شوې وي قرباني پرې صحیح نه ده.
۲- کوم څاروی چې په یوه سترګه ړوند وي یا د یوې سترګې دریمه حصه نظر اویاددې نه زیات ختم شوی وي قرباني ورباندې جائز نه ده.
۳- داسې څاروی چې پیدائشي غوږونه یی نه وي اویا دیوه غوږ دریمه حصه یا ددې نه زیات پرې شوی وي قرباني ورباندې شرعا صحیح نه ده.
۴- که دڅاروي ښکرمات شي اوصرف پوښ یې لرې شي قرباني يې صحیح ده البته که دبیخ نه مات شوی وي بیا پرې قرباني نه صحیح کیږي.
۵- که دیو څاروي زیات غاښونه پریوتي وي نوقرباني یی صحیح نه ده اوکه زیات غاښونه یی پاتې وي نوبیا جائزده.
۶- که څاروی په پښه ګوډ وي په داسې طریقې سره چې په درې پښو روان وي قرباني پرې صحیح نه ده البته که څلورمه پښه په ځمکه لګوي اوګوډ ګوډ روان وي بیا يې قرباني صحیح ده.
۷- که د کوم څاروي د شیدو نیم تیونه خراب وي قرباني ورباندې نه صحیح کیږي ، البته که په څلورو کې یو خراب وي بیا یې قرباني صحیح ده.
۸- داسې څاروی چی لکۍ یې دریمه حصه یا ددې نه زیاته پرې شوې وي قرباني جائز نه ده.
۹- کوم څاروی چې دومره کمزوری وي چې دقربانۍ ځای ته نشي تلای قرباني پرې صحیح نه ده.
۱۰- دمرضي څاروي (چې دمرض اثار یې په صحت وي) قرباني نه ده صحیح.
۱۱- دخنثی څاروی (چې دنر او ښځې دواړو علامې په کې وي) قرباني جائز نه ده.
۱۲- که یو څاروي کی عیب نه وي او وروسته په کې داسې عیب پیدا شي چې قرباني ورباندې روا نه وي نوکه دنذر اویا دغریب قرباني وي بله ورباندې نشته اوکه مالدار وي بله قرباني به کوي اودغه عیبجن څاروي نشي قرباني کولای. اوکه د ذبحې مهال عیب په کې راپیدا شي نوقرباني یې صحیح ده.
۱۳- هغه څاروی چې ګیډه کې يې بچی وي قرباني پرې صحیح ده ، که دذبحې نه وروسته بچی ژوندی راووتلو هغه دې هم ذبحه کړي اوکه مړؤ نوخوراک یې دامام ابوحنیفه رحمه الله په نزد جائز نه دی.