پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

په افغانستان کې د اپيومو کاروبار څوک کوي؟ سي ای اې که طالبان؟

kabull نشرونکی: kabull
سپتمبر 21, 2015
کټګوریانې: غير مصنف, مقالې
0
7
ځلې شریک شوی
92
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(لومړۍ برخه)

په تاريخي شواهدو سره دا ثابته او د لمر په شان روښانه ده، چې په افغانستان کې د اپيمو کاروبار او له هغوی څخه د مورفينو، کوکائینو او هيروئينو جوړول او د جوړولو خاص کيميکل او لابراتوارونه افغانستان ته واردول د امريکا د جاسوسي بشر دښمنه سازمان (سي ای اې) کوي. او دغه خبره نړيوالو مطبوعاتو افشاء  او خپره کړې ده، او دايې هم ويلي دي، چې په افغانستان کې د سي ای اې له پلوه د اپيمو کاروبار دوه دورونه لري. چې يو يې لومړی پخوانی دور دی، چې په هغه دور کې طالبانو د سياسي ځواک په توګه تبارز هم نه وو کړی، بلکې ځانګړی تشخص يې هم نه لاره او نه مطرح وو. صرف په ديني او علمي ډګر کې يې کتله يي موجوديت وو. په دويم دور کې طالبانو خپل سياسي موجوديت تثبيت کړی وو او بيا ګردې نړۍ وليدل چې، هغوی په افغانستان کې په هغو سيمو کې د اپيمو په کاروبار کوټکلی بنديز ولګاوه چې د هغوی د حکومت په قلمرو کې وې، سي ای اې د طالبانو د حکومت په څلور کلنه دوره کې صرف د افغانستان په هغو مناطقو کې د اپيمو د کاروبار پروسه پر مخ بيوله، چې د طالبانو د حکومت له ولکې څخه بهر وې او هاغه دواړه دورې چې، سي ای اې د مخدراتو تعامل پکې کړی دی او کوي يې، نړيوالو مطبوعاتو په لاندې ډول ذکر کړي دي.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

لومړی دور: په افغانستان کې د امريکا د جاسوسې ادارې سازمان (سي ای اې) د اپيمو او له هغوی څخه د مشتقاتو د کاروبار لومړۍ دوره په ۱۹۸۵ م کال کې پيل کړی وو او سي ای اې دغه کاروبار په ګواټي مالا او سلواډور کې د ترهه ګرو او قاتلو پوليسي ګروپونو د روزنې او هغوی ته د ترورېزم د فعالولو د بوديجې د تهيه کولو له پاره وکړ. دغه راز په نيکاراګوا کې سي ای اې د (کونټرا) په نوم د تروريستانو او جنګياليو يو ګوند د دې لپاره جوړ او فعال کړ ، چې سوموزابير ته د نکاراګوا حاکم  وګرځوي، ځکه چې نوموړی د امريکا او امريکايي سياست پلوي او متشدد سيکولر وو، نوموړی په ۱۹۷۹ م کال کې د امريکا د ۳۹  نهه دېرشم رئيس جمهور جيمي کارټر د حکومت په موده کې د نيکارګوا د کمونيست ګوند(سينډينسټا فرنټ) له پلوه ګوښه کړای شو، چې د هغوی دغه کار په افريقا کې د جيمي کارټر حکومت ته ملا ماتوونکی ګوذار ورکړ، چې له همدې امله جيمي کارټر سي ای اې ته امر وکړ، چې په نيکاراګوا کې امريکايي پلوه کمونيستي ضد وګړي سره غونډ کړي، په وسلو يې سمبال کړي او د کمونيستانو حکومت حکومت پرې ختم کړي او سومزا بېرته د نيکارګوا واکمن وګرځوي. سي ای اې همداسې وکړل او د هغه هېواد د کمونيست حکومت په خلاف جنګيالي واړه واړه ګروپونه يې سره يو ځای کړل او (کونټرا) نومی تنظيم يې ورڅخه جوړ کړ، چې مرکز يې په هينډوراس کې وو او چلوونکی يې د ارجنټاين د دېټ اسکواډز يعنې (مرګونې ډلکۍ ) وو.

په ۱۹۸۱ م کال کې سي ای اې د ريګن حکومت  ته وړانديز وکړ، چې د کونټرا ګوند له پاره نولس ميليونه درې لکه دالر بوديجه ورکړي. رونال ډريګن هم د سي ای اې  له وړانديز سره سم د امريکا د ملي امنيت په شورا کې د دغې بوديجې منظوري ورکړه، مګر کله چې د امريکا جمهور رئيس دغه ځانګړې بوديجه د امريکا کانګرس  ته وړاندې کړه، د امريکا کانګرس منظوره نه کړه، سي ای اې  د ريګن په مشوره دې مجبوره شوه، چې د دغې بوديجې د تهيه کولو له پاره کوم بل عاجل مدرک ولټوي.

سي ای اې له دغه ورپېښ مالي بحران څخه د وتلو په تلک په افغانستان کې د اپيمو او وسلو سوداګران پر دې باندې وګمارل چې، په افغانستان کې د اپيمو د خبيث بوټي کرلو ته د هڅونې په خاطر ځينې جهادي قومندانانو ته ډېرې پيسې ورکړي، هغوی همداسې وکړل او له اپيمو څخه د هيروئينو او نورو مشتقاتو لپاره يې په افغانستان کې د ننه په سلګونو لابراتورونه جوړ کړل، او د دې کار له پاره سي ای اې له برما، تايلنډ او لاوس سره اړيکې ټينګې کړې او دغه درې واړه هېوادونه په ډرګ لارډز يعنې د مخدراتو په سالارانو سره شهرت لري.

دغو هېوادونو د سي ای اې له هدايت سره سم افغانستان ته له افيمو څخه د هيروئينو جوړولو د کېمياوي توکيو او کيميکل سپلايي يعنې رسول پيل کړل او په افغانستان کې په پراخه پېمانه د اپيمو او دهغوی د مشتقاتو، توليد او کاروبار د سي ای اې تر څارنې لاندې دود کړای شو. د امريکا جهنمي سازمان له افغانستان څخه د اپيمو، هيروئينو صادرول نه يوازې دا چې، اروپايي هېوادونو ته کول، بلکې د خپل هېواد امریکا پنځلسو ښارونو ته يې هم ډکې ډکې الوتکې لېږدول، چې د هغو له جملې څخه لاس اينجلس، سان فرانسسکو او کيلي فورنيا د خاصې يادونې وړ دي، هلته به يې د مافيا غټو غټو سوداګرو ته سپارل او په پيسو به يې وسلې پېرودلې او په فوځي الوتکو کې به يې نيکاراګوا ته لېږدولې او د کونټرا، ټرورېسټ ګوند ته به يې سپارلې، د امريکا غټو سوداګرو به وړو وړو کاروباريانو ته ته ورکول اوړ هغوی به د امريکا په يادو شويو ښارونو کې د ښارونو په څلور لارو  کې په ډاګه پلورل او په ډېره لږه موده کې يې په زرګونو امريکايان پوډريان اود مخدراتو معتادان وګرځول. چې زياتره يې تورپوستي دي، په ۱۹۸۵ کال کې د امریکا پنځلس لوی ښارونه د مخدراتو ستر ستر مارکېټونه وګرځېدل او کله به چې د متحده ايالاتو د کورنيو چارو د وزارت د اينټي نارکوټکس ادارې د ډرګ مافيا د سوداګرو نيولو هوډ وکړ نو سي ای اې به يې د نيولو مانع وګرځېده، چې په دې توګه سي ای اې د خپلو هېوادوالو د ژوند تباه کوونکی سازمان وګرځېد. لکه چې کله په ۱۹۹۵ م کال کې د امريکا حکومت د اپيمو او پوډرو د معتادانو پر نيولو اقدام وکړ نو شمېر يې لکونو ته رسېدلی وو او په سلو کې نيمايي ښودل شوی دی، په داسې حال کې چې، په ۱۹۸۱ کال کې يې شمېر په سلو کې ۱۸ وو، د ۱۹۹۵ م کال په سر شمېرنه کې په سلو کې ۸۸ د تورپوستو امريکايانو، په سلو کې ۴ د سپين پوستو او په سلو کې ۷ د هسپانوي نژادو وو.

په افغانستان کې د سي ای اې د اپيمو د کاروبار لومړی دور کابو يوولس کلونه وو، له ۱۹۸۵م څخه تر ۱۹۹۶م پورې وو. چې له ۱۳۶۴ش څخه تر ۱۳۷۵ش سره برابر دی، چې د مجاهدينو د حکومت پنځه کلنه دوره هم پکې شامله ده، او په ۱۹۹۵ کال له ۱۳۷۵ ش کال سره سم په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي قيام سره پای ته ورسېده. ځکه چې له افغانستان څخه سي ای اې د هر ډول فعاليت ټغر ټول کړای شو او د طالبانو دغه اقدام امريکايي کپيټيالیستي نظام ته غاښ ماتوونکی ګوذار ورکړ، او د افغانستان له اسلامي امارت سره د امريکا د دښمنۍ يو مهم لامل دا هم وو.

دويم دور:  دويم دور يې له ۲۰۰۱ م کال له ۱۳۸۰ او ۱۴۲۲ه کال سره سم پيل کېږي او هغه داسې کله چې، امريکايي صليبي تور ښکېلاک په پورتني تاريخ نظامي يرغل وکړ او د افغانستان اسلامي امارت يې ختم کړ، نو سي ای اې بېرته په افغانستان کې د اپيمو د کرنې په ترويج او له اپيمو څخه د هيروئينو او نورو مخدره مشتقاتو په جوړلو پيل وکړ، لکه چې د پاکستان د شرق ورځپاڼې د ۲۰۰۴ م کال د جون په نهمه د ۱۳۸۳ ش کال د غبرګولي له شلمې نيټې سره سم د روس د جاسوسي سازمان (کې جي بي) د تاجکستان د دفتر په حواله ليکلي دي: د امريکا د سي ای اې جاسوسي سازمان له افغانستان څخه د اروپا د ډرګ مافيا مارکېټونو ته د اپيمو او د ده د مشتقاتو د درسولو لپاره د خپلو کارکوونکو طولاني کمربند جوړ کړی  او غځولی يې دی، او د خپلو عمالو د دغه کمربند په وزله اروپايي مارکېټونو ته په افغانستان کې تر لاسه کی اپيم او نور مخدرات رسوي، او هلته يې په هغه بيه پلوري چې سي ای اې ورته ټاکې وي  او دغه سازمان له دغه چينل څخه په ميلياردونو ډالر امريکا ته ګټي. نو د دغو تاريخي شواهدو پر اساس دا ثابته شوه، چې په افغانستان کې د اپيمو کاروبار سي ای اې کوي او دا به تر هغه پورې کوي چې خپل مقاصد پرې ترلاسه کړي.

مخکینې مطلب

د ترکي ځواکونو په بمباریو کې د پي کې کې تر ۱۰۰زیات غړي وژل شوي دي

بل مطلب

روزګان ولایت کې د ۴ قومندانانو په ګډون ۴۶ تنه محلي او ملي پولیس طالبانو ته تسليم شوي دي

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com