ترکیه وايي، که یې اړتیا ولیده، سوریې ته به ځمکني ځواکونه ولېږدوي

کابل ټکی کام ۱۵غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د ترکیې صدر اعظم احمد داوود اوغلو وايي، که یې اړتیا ولیده، نو سوریې ته به ځمکني ځواکونه ولېږدوي.
داوود اوغلو دغه څرګندونې له Al Jazeera Turk سره د مرکې پر مهال وکړې.
«که مو اړتیا ولیده، نو سوریې ته به عسکر ولېږو، او مونږ به له ټولو لارو څخه استفاده وکړو، تر څو زمونږ په هېواد کې دننه او بهر امنیت خوندي شي.»
نوموړي وویل، چې ملګرو ملتونو د داعش ډلې پر خلاف زیاتې پرېکړې کړي دي، نو له همدې امله له «ترهګرو» سره مبارزه د ځان ساتنې په موخه زمونږ قانوني حق دی.
نوموړي زیاته کړه،داعش ډله یوه ترهګره ډله ده، چې فعالیت یې مونږ ته ستره ستونزه جوړه کړې ده.



