فراه کې امنیتي چارواکو ایران ته قاچاق کېدونکي کابو ۳۰۰ کیلو ګرامه مخدره توکي نیولي

کابل ټکی کام ۰۱۶غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په فراه ولایت کې امنیتي چارواکو له غرمې څخه مخکې ایران ته قاچاق کېدونکي کابو ۳۰۰ کیلو ګرامه مخدره توکي نیولي دي.
د فراه ولایت امنیتي مسئولین وایي، دغه قاچاق کېدونکي مخدره توکي چې په یوه ټانکر کې ځای پر ځای شوي وو، د امنیتي چارواکو له لورې ونیول شول.
د فراه ولایت امنیه قومندان توریالی عبدیاني وایي، دغه توکي چې د نیمروز ولایت له دلارام ولسوالۍ څخه د فراه ښار په لورې تلل، له کره معلوماتو وروسته د موټر د ډرېور په شمول ونیول شول.
نوموړي وویل، چې په نیول شویو توکو کې هیرویین او کریسټال شامل دي.
امنیه قومندان زیاته کړه، چې له نیول شوي ډرېور څخه نورې څېړنې هم روانې دي.
د یادولو ده، فراه ولایت له ایران سره ګډه پوله لري، چې ډېری وخت له دغه ولایت څخه مخدره توکي دغه هېواد ته په قاچاق وړل کیږي.



