طالبان او ښه حکومت ولي.

لیکنه ـ بدر منصور

دا چي د اسلامي امارت قهرمان مجاهدین دتیر ۲۰۰۱م  کال د اسلامي نظام د سقوط څخه راپه دې خوا د صلیبي ښکیلاک (ناټو) او د افغانستان د مزدورو بېواکانو سره په یوه چیریکي، اوږده، جګړه کي شکیل دي، د ګران هیواد د آزادۍ او استقلال لپاره په ډیر صبر اوښه تدبیر مبارزه پرمخ بیایي، او اوس یي د فتحو او مبارزې لړۍ مخ پر بریالیتوب روانه ده، داسي ښکاري چي یوه ورځ به د غمځپلي، او کړېدلي، هیواد ټولي واګي یوځل بیا خپلي کړي.

دې کار د افغانستان ولس ته د سپېدو په څیر د سپین سبا هیلي پیدا کړي، او ډیر یي خوشبین کړی دی، چي ګواکي د دوی اوښکي نور پر وچېدو، او سپیڅلي ارمانونه یي پر پوره کیدو دي.

خوله بله اړخه ځیني ډالر روږدي، او د صلیب کاسه پاکه روشن فکران، او ځیني غافل افغانان اندیښنه لري چي ایا طالبان حکومت کولای شي، او د هیواد هر اړخیزه چاري سمبالولای شي که څنګه،

 

جواب، که د اسلامي امارت هر اړخیز، تشکیلاتي، بنسټیز،او اداري، جوړښت، او سوانح، تر مطالعې لاندي ونیول شي، او د نړۍ له حکومتونوسره و ارزول شي، دا حقیقت له ورایه جوتیږي چي طالبان په حکومت کولو کي په نړیواله کچه بې ساري دي !

د افغانستان په تیر تاریخ کي ساری نه لری !

پنځلس کلني جګړې یي ځواک، او تجربه ډیره زیاته کړي ده !

خپل ملت ورته په خپله غیږه کي ځای ورکړی دی !

او په دې باور او امید ده چي د دوی دردونه به همداجهادي خوښت ټکوروي !

 

طالبانو په سیاسي لحاظ د دنیا د څلویښتو قوتو د سیاستونو سره ټټر وواهه، میډال یي ترې واخیست، او ټول یي په صفر درجه کي ناکام ثابت کړل، او په ډیره ښه تګلاره یي په ټوله نړۍ خپل ځان وپیژانده !

اوس نړیوال هم دې ته اړشوي چي په یوه بهانه خپلي پښي سپکي کړي، او افغانستان طالبانو ته حواله کړي !

 

په اداري لحاظ هم یوه منظمه او د فساد څخه پاکه اداره لري، د هیواد او ولسوالیو په کچه مختلف کمیسونونه لري، چي دخپلو مجاهدینو یوې ښې تګلاري، د ولس د ستونځو هوارولو، او نورو هدفونو، ته ځانګړي شوي دي، او اوس هم د دهیوادوالو ستونځي او دعوې په هغو سیمو کي چي د دوی په واک کي دي، په ښه عدالت او صداقت سره حلوي !

هر وګړی کولای شي چي د دغوکمیسونونو له لاري خپل ږغ یا پیغام داسلامي امارت ترمشرتابه پوري ورسوي !

 

په فوځي لحاظ طالبان ځانګړي فوځي روزنتونونه، اومعسکرات لري چي دامهال یي نیوی ۹۰ سلنه فوځیان په شرعي، فکري، عصري، او عسکري، روزنه په عالي درجه سمبال دي، چي د خپلو تلفاتو په کمولو ، دښمن ته د ښه زیان اړولو، او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخو کي خورا اغیزمن ثابت شوي دي، او د ګران هیواد په لر او برکي له دښمن سره په جګړه بوخت دي !

 

په استخباراتي لحاظ طالبان د ټولي نړۍ استخبارات ننګوي، هر وخت تري مخکي وي، او د خپلو استخباراتي معلوماتو په مټ یي دښمنان رېز مرېز کړل، او اعتراف کوي چي طالبان د استخباراتي معلوماتو پراساس کولای شي، د هیواد په کابل، ښوراب، باګرام، د سي آی اې دفتر د کندهار هوایي ډګر او هر ځای چي وغواړي بریدونه وکړي، ښه بېلګه يې اوسنی د لسم ریاست برید دی !

 

لنډه د اچي طالبان دحکومت په هره برخه کي ښه ظرفیت، او ځواک لري. او که یوه ريښتینې سروی وشي د هیواد نیوي۹۰ سلنه خلګ تر هر حکومت د امنیت، او عدل په لحاظ د دطالبانو په حکومت باورکوي !

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button