اسرائیل او ترکیه يو له بل سره اړیکې عادي حالت ته راولي

کابل ټکی کام ۰۷چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
نړیوالو رسنیو راپورونه ورکړي دي، چې اسرائیلو له ترکیې سره د اړیکو پر عادي کولو هوکړه کړې ده.
دغو رسنیو د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نږدې ملګري له خولې په راپور کې ویلي دي، چې د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د بېرته عادي کېدل به نن رسماً اعلان شي.
درې مخکښې رسنۍ (رویټرز، اسوشیټيډ پرېس او فرانسپرېس اژانسونه) وايي، چې دغه اسرائیلي ورته دغه څرګندونې د نوم د نه ښودلو په شرط کړي دي.
د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې اړيکې ترینګلې شوې.
اسوشیټيډ پرېس ته دغه اسرائیلي مقام دا هم ویلي دي، چې په دغه هوکړه کې به د هغې پېښې قربانیانو کورنیو ته شل میلیون ډالره تاوان هم ورکول کیږي، چې د اسرائیلي سمندري ځواکونو له خوا ووژل شول.
د دواړو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل هغه لس تنه ترک فعالان وو، چې په کشتۍ له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ له کبله تر محاصرې لاندې د غزې تړانګې ته روانه وه، د اسرائیلي سمندري ځواکونو له خوا ووژل شول.



