کندوز ولایتي شورا: طالبان غواړي، قلعه زال ولسوالۍ خپله کړي

کابل ټکی کام ۲۸چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندوز ولایت د ولایتي شورا غړو ویلي دي، طالبان غواړي، چې د کندوز ولایت قلعه زال ولسوالۍ مرکز ته ځانونه ورسوي، او تر خپلې ولکې لاندې یې راولي.
د ولایتي شورا یو شمېر غړو ویلي دي، چې لسګونه تنه طالبانو نن سهار د کندوز ولایت پر قلعه زال ولسوالۍ له څو استقامتونو څخه بریدونه وکړل، او تراوسه پورې یې د دغې ولسوالۍ یو شمېر برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
د ولایتي شورا غړي وایي، چې دا مهال د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه درنده جګړه روانه ده.
له کندوز ولایت څخه د کابل ټکي کام همکار وایي، چې طالبانو د آق تېپې ښار، د کمپاین نومې پوستې په ګډون ګڼې نورې پوستې او کلي نیولي دي، او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.
د یادولو ده، تراوسه پورې طالبانو د دغې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button