ګلابونه مړاوي مه شه

جواد
پســرلــی او بـهـارونه مـــړاوي مـــه شـــه
دا ګـلــبڼ او چـمـنونه مـــړاوي مـــه شـــه
مړه مړه زړونه ې خوشــــبو باندې ژوندي شي
دا ژوندي ژوندي ګلونه مـــړاوي مـــه شـــه
ټول وطـــن پـــرې معــطر او رنګین ښکاري
دا ښکلا او ښایســتونه مـــړاوي مـــه شـــه
د خـزان سترګې دې خدای پرې نور ړندې کړي
دا مــالیار او دا باغــونه مـــړاوي مـــه شـــه
دبــدن وینې مې ټولې پـــرې شــبنــم شـــه
دا غوټۍ او ګـــلابونه مـــړاوي مـــه شـــه
مــونږ ړانـــده یو دا مــو نـور د دواړو سترګو
زمـــونږ د لارې مشالونه مـــړاوي مـــه شـــه
دا دی روح د اســـلامــي امــــت جـــــــواده
دا د علـــم مـــرکــزونه مـــړاوي مـــه شـــه



