غزني ولایت شلګرکې طالبانو یوه امنيتي پوسته نيولې

(کابل ټکی کام :چار شنبه،تله ۱۵ ،۹۴ ۱۳ل)
تېره شپه ناوخته د غزني ولایت شګر ولسوالۍ اړوند د صاحب خان سيمه کې طالبانو په یوه امنیتي پوسته بريد کړی، چې په پایله کې يي پوسته په بشپړ ډول نیولې او ۱۰ تنه افغان ځواکونه يي قتل او ټپیان کړي دي .
له غزني نه په تازه خبر کې ويل شوي دي چې د برید په جریان کې پوسته په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغلې ، ۴ اربکیان مړه او ۶ نور ژور ټپیان شوي دي .
طالبانو د پوستې د نيولو دعوه کړې زیاته کړې يي ده چې یاده پوسته د اربکیانو دمهم قومندان لطف الله کامران پلرنی ټاټوبی کې دی چي په تیرو کې ډیرځلي پرې بریدونه کړي ، چې ماته او ژوبله يي ور اړولې وه ، ایله اوس ددوي لاس ته ورغلې ده .
محمد سمیع سعادت



