سید زبیر هاشمي
بخل په انساني صفاتو کې یو بد صفت دی . بخیل سړی د هیچا نه خوښیږي ، بخیل سړی په دې دنیا کې یوازی وي او په اخرت کې یې هم انجام ښه نه وي .
الله تعالي فرمايي : ﴿ وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَهُمْ ۖ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ ۖ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ﴾ سورة ال عمران ايت (١٠٨)
ترجمه : اوګمان دي نکوي هغه کسان چې بخيلي کوي په هغه څيز کې چه ورکړی دوی ته الله تعالی دخپل فضل نه؛ چې دابخل به خير اوبهتر وى د دوی لپاره بلکې دابخل ډير بد او شردى دوی ته؛ زربه ورته په غاړه کښې اميل اوطوق کړی شي هغه څيز چې بخل کړيده دوی په هغې کې په ورځ د قيامت کې.
بخیل هغه کس ته وایی چې په هغه ځایونو کی چې مال لګول ضروري وي؛ دی هلته مال نه مصرفوی او خپل دینی او دنیوی مسؤلیتونونه چې ددې په سر د مال په خاطر دی هغه مسؤلیتونو نه غافل پاتی کیږي؛ مثلا په جهاد کې مال نه لګولي زکات او عشر نه ورکوي او دمسلمانانو سره د خير ښیګړې په کارونو کې امداد نکوي نو ددى لپاره به دامال د قیامت په ورځ داور طوق جوړيږي.
په ټولنه کې د قرآني ایتونو څخه په ګټې اخستنې سره بخل په دوه برخو ویشل شویدی.
یو هغه بخل چی د مال د نه ورکړی یا د نه مصروفول سره تعلق ساتې او بل فکري بخل چې دټولنې دسمون لپاره دیني، عقلي ، تحقیقي نظري تجربه څوک ولري خو ټولنې ته لارښوونه ونه کړي دیته نظري بخیل ویل کېږي ځکه چې دالله درضا اوخپل مسلمان اولس دهوسا ژوند لپاره ئې د خپلو تجربو د نه ښکاره کولواو دټولنې دمنفې اثراتو د له منځه وړلوکې یې مثبت کردار ندی ادا کړی داهم ستر بخیل شو.
دقرآني احکامومطابق دبخل عمل دنیاوی او اخروې تاوانوته لري چې دیوې خوا دمظلوم او مستحقو دحق اويا د الله په لار کې دمال او دولت نه صرف کول دی اودبلې خوا دټولنې دروښانه لارې په ګوته کولوکې دحقیقیت نه سترګي پټې شویدي.
اړینه ده چې هر مسلمان ددغې بد صفت نه ځان وساتي.

















