د ستر عالم غلام حضرت غلام شهادت او تر شا يې ګنګوسې!

کابل ټکی کام ۰۳وږي/۱۳۹۵، تبصره او ليکنه : طارق عزيز
ذهن کې مې ډېر څه وي، چې ويې ليکم، خو کله چې د ده مبارک د شهادت خبر، زړه راښکونکې نوراني او له مسکا ډکه څېره او ځلاند مخ را په ياد شي، ګوتې مې کار پریږدي او هر څه مې له ياده ووځي، شايد د ډېرو عالمانو او مشايخو د مرګ او شهادت غږ مو تر غوږو شوى وي، په ټولو مو زړه درد کړى وي او د يوازیتوب احساس مو کړى وي، خو دى د اسلام هغه سپر وو، چې په شهادت يې نه يواځې عوام مسلمانان ودردېدل، بلکې لوی ديني عالمان هم له غمه ډک برخليک سره مخ شول او د يواځیتوب احساس يې وکړ، پوهانو او ديني عالمانو دى مبارک د نابغه په صفت پېژانده او د ده حاضر جوابي، غوره اخلاقو او له خوښۍ او مسکا ډک تندی او څېرې يې خلک ځانته جذبول! دا يو حقيقت دى چې هر نفس به د مرګ ذائقه څکي، خو د ځينو مرګ د ژونديو په وړاندې ډېر تريخ وي.
دى مبارک يو داسې شخصيت وو، چې په سلګونو او زرګونو طالب علمان يې وروزل او د دين په زغرو او قراني سپرونو يې سمبال کړل، شيخ غلام حضرت ستر ديني عالم ، تکړه مبارز او د اهل سنت والجماعت يو بې سارى او مدلل مناظر وو، د “اهل حديث” په نوم له يوې ډلې سره يې څو ځلې د مختلفو موضوعاتو پر بنسټ مناظرې کړې وې او په ټولو مناظرو کې يې په ډېر وياړ برى موندلى وو، حتى ډېر ځله مخالفو چې د مناظرو دعوت يې ورکړى وو، له همدې مخالفو ډلو له لوري وعده پوره نشوه او د ده په وړاندې مناظرې ته د ټينګې نه وو ، همدې مخالفينو به ميدان پرېښود او وبه تښتېدل.
دى مبارک د درس په جريان کې خپلو شاګردانو ته وايي : ” زه تاسو ته وايمه چې د تفسيرونو ورقې راواړوئ تفسيرونه وګورئ، او دا مناظرې څه اسان کار نه دى، زه به يې درنه شهيد کړى يمه، بيا به تاسو زما ارمان کوی چې والله د ساتنې سړى وو، خو هسې بې ځايه رانه لاړ، مولوي صېب نادرشاه هم له دوی سره مناظرې کولې پخپل کور کې يې وويشت او شهيد يې کړ، تر ننه يې څوک پوښتنه نه کوي، بيا به درته مدرسو ته راځي او د مناظرو غوښتنه به درنه کوي؛ عام ملايان خو مناظرې نشي کولاى او غلام حضرت به له قبر نه راپاڅېدلى نشي؛ بيا به څه کیږي ؟
شيخ صاحب په خپله دا ویلي وو، چې زه به يوه ورځ د شهادت جام نوش کوم ، خو اوس د ډېرو پوښتنه دا ده، چې دى مبارک چا په شهادت ورساوه ؟
نو زه به يې د خپل فکر په اساس پوښتنه داسې ځواب کړم:
۱: دا چې شيخ صېب د اهل حديثو سره څو ځلې مناظرې وکړې او ټولې د ده په نوم شوې او مخالفينو يې له مناظرې تېښته کوله او د همدې مخالفينو له لورې ورته د مرګ ننګونې ورکړل شوې وې او اوس هم د ده مبارک د شهادت وروسته په غوڅ اکثريت خلک دا وايي، چې دې اهل حديثو ده ته د مرګ ګواښونه کول، نو په همدې اساس دوی په شهادت رسولى.
۲: دى د دې سربېره د پنجپيريانو او برېلويانو سخت مخالف وو، شايد چې ګمان مو بې ځايه نه وي.
۳: نا ویلې دې پاته نه وي، دا يو حقيقت دى، چې پر افغان ولس باندې د نړيوالو دا نه لوريږي، چې يو علمي او تکړه مبارز پکې وجود ولري؛ په ريښتيا هم د اسلام او انسانيت دښمنانو دا لومړى موخه وي، چې زمونږ د ديني عالمانو او فرهنګي شخصيتونو په وژلو سره چې د ځوان کل د روزلو په چارو بوخت وي، خپلو شومو او ناغېړه اهدافو ته ځان ورسوي، چې دېته ورته پېښې په ټوله اسلامي نړۍ کې وجود او جريان لري .
۴: ځیني وروڼه دا هم وايي، چې په دغه پېښه کې پاکستاني حکومتي کړۍ مسقيماً لاس لري، ځکه چې په افغانانو يې دا نه لورېده چې داسې نابغه اشخاص ولرو، دا لومړۍ پېښه نه ده، چې افغاني پوهان او علمي څېرې د پاکستان په خاوره کې په شهادت رسيږي او بيا خو هغه خلک چې د دوی مخالفت کوي، د دوی له خوا له داسې پېښو سره مخامخ کیږي .
هو، دا منو، چې نه يواځې بل فريقه خلک چې د پاکستان حکومت مخالفت کوي، د دوی د چارواکو له خوا ختمیږي، بلکې د پاکستان خپل تابعت لرونکي وګړي، چې د دوی مخالفت يې کړى، تر ټولو وړاندې په شهادت رسولي دي، ډېر پاکستاني عالمان خپله دوی له منځه يووړل .
نور والله اعلم چې چا په شهادت ورساوو؟!
په اخر کې دا پيغام لوستونکو ته لرم، خاصاً ځوانو همزولو ته چې بايد په هر حالت کې ډېر باغوره او حساس واوسېږو ، خپل پوهان او عالمان وپېژنو، د هغو اهميت ځانته مالوم کړو او ددوی کلک حفاظت او ساتنه په ځان لازمه وګڼو، هاغه که ديني عالمان وي او که نورې هستۍ.
حفاظت په دې ډول چې د هغوی له اسلامي او اصلاحي افکارو په کلکه دفاع او په عملي ډګر کې يې په زغرده بدرګه کړو او مهمه خبره دا ده، چې شايد تاسو ځيني فېسبوکي سيکولران ليدلي وي، چې د اسلام په جامه کې او د اسلامي نوم نه په استفادې د اسلامي شعائرو، مفکورو او پوهانو سپکاوى کوي، د ده د شهادت په اړه يوه ليکلي وو چې “يو ملا پاڅېد او بل يې وواژه نور د ملايان مه منئ” دا خبره د ډېرو نالوستو او له ځانه ناخبره ککريو له خوا، چې ځانو ته د مومن خطاب کوي، تاييد او منل شوې وه.
زمونږ وياړ شيخ غلام حضرت غلام (رحمه الله) خو د دې لپاره مناظرې کولې، ترڅو اختلاف له منځه يوسي او عوامو ته حقيقت وړاندې کړي، چې څوک په مسقيمه لاره روان دي؟
الله دې د شيخ مبارک او د ده د والد صاحب شهادت قبول کړي او الله جل جلا له دې د دوی قاتلان رسوا او شرمنده کړي او هغه څوک چې د ده مبارک په شهادت خوښ وي، الله دې په خوښۍ پسې ړانده کړي . آمین.
روح يې ښاد ياد یې تازه .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button