کابل: په دفاع وزارت سرتیري برید کې ۵۸ عسکر او افسران مړه، ۹۳ ژوبل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۵) زرغون خوږیاڼی
نن ماسپيښین په کابل کې د دفاع وزارت دروازې مخې ته هغه مهال چاودنه وشوه، کله چې د دفاع وزارت منسوبین له یاد وزارت څخه د رخصتیدو لپاره راوتل.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي وايي، د کابل ښار په دویمه امنیتي حوزې اړوند په دفاع وزارت باندې سرتیرو بریدونو کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۹۳ تنه نور ټپيان شوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه ویاند بي بي سي ته وویل، چې ددې وزارت دروازې ته څېرمه په دوو جلا بریدونو کې ۹ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وویل، لومړۍ چاودنه په سیمه ییزو وخت له غرمې وروسته په شاوخوا ۴:۰۰ بجو په مرادخاني سیمه کې د “یک پیسه ګي پول” ته څېرمه وشوه. کله چې امنیتي ځواکونه د لومړۍ چاودنې قربانیانو سره د مرستې لپاره ورغلل، بل سرتیری برید پرې وشو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه امنیتي سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې د چټک غبرګون قطعې یو قوماندان هم شامل دی.
همداراز ناتایید شوي راپورونه وايي، چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د دوهمي امنیتي حوزې د امر او اداري معاوین په ګډون ۶ تنه د پولیسو منسوبین هم وژل شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې په دې بریدونو کې یې ۵۸ مهم افسران او قومندانان وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړي دي.
طالب ویاند وايي: نن ماسپښين د کابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند د کابل ادارې د دفاع وزارت په دروازه کې لومړی دروند انفجار بیا ورپسې د یوتن اتل فدايي مجاهد (حافظ خلیل الرحمن کندهاري) لخوا برید ترسره شو.
ویاند زیاتوي، کله چې لومړی انفجار وشو او د دفاع وزارت دحمايوي لوا قومندان (عبدالزارق پنجشیري) په ګډون يې ګڼ شمیر راوتونکي افسران او مهم کسان قتل او ټپيان کړل.
له چاودنې وروسته سیمې ته د دویمې حوزې قومندان، مرستیال يې او ګڼ شمیر نور د دفاع او داخله وزارتونو اړوند افسران او ژغورنکي راورسیدل ترڅو خپل مړه او ټپيان ټول کړي.
ویاند وايي، کله چې د دوی څخه لویه تجمع جوړه شوه، اتل فدايي مجاهد چې له درنو منفجره موادو څخه ډک واسکټ يې په تن وو سیمې ته ورسید او په ټولوباندې يي دوهم لوی برید ترسره کړ.
طالب ویاند وايي، لومړني معلومات ښيي چې په برید کې د دفاع وزارت د حمايوي لوا قومندان (جنرال عبدالرازق پنجشیری) د وهمې حوزې قومندان او مرستیال يې او د اشرف غني د ۲ساتونکو په ګډون ۵۸ تنه مهم افسران او قومندانان وژل شوي، ویاند زیاتوي چې په لسګونو عسکر او د اردو منسوبین ژوبل شوي هم دي.
تر اوسه د بريد ځای ته خبریالان او نور خلک نه پريښودل کیږي او لا کره معلومات نشته؛ خو ناتائيد شوي راپورونه وايي، چې مرګ ژوبله مخ په زیاتیدو ده.




