جوزجان: د خواجه دوکوه د امنيه قومندانۍ مرستيال وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۹) الماس خدرخېل

د جوزجان ولايت د خواجه دوکوه ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې ویلي، چې د يادې ولسوالۍ په نظراباد سيمه کې د وسله والو طالبانو په يو بريد کې د امنيه قومندانۍ مرستيال په ګډون ۲ تنه پوليس وژل شوي دي.

د پېښې مسؤوليت وسلوالو طالبانو په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې په يوه لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی وسلوالو نن سهار ۱۰ بجې د يادې ولسوالۍ په نظراباد سيمه کې د مرستيال قومندان کامل په موټر بريد کړی.

په بريد کې د قومندان په ګډون يو پوليس وژل شوی او رينجر موټر يې په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.

تر دې دمه د برید په اړه حکومتي چارواکو رسنيو ته په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button