دنړۍ پای – دقیامت ۱۴ نښه – له ترکو سره جنګ ( دیارلسمه برخه)

لیکوال : محمد العریفي

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)

۱۴ – له ترکو سره جنګ

دا خبره مخکې تيره شوه چې د قيامت له نښانو څخه هغه جنګونه او معرکې هم دي د کومو په باره کې چې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړی او دا جنګونه د مسلمانانو تر مينځ هم کيدلای شي او د نورو قومونو سره هم ! د هغو له جملې څخه د مسلمانانو او ترکو تر مينځ يوه جګړه هم ده ([1] ).

دا معرکه د صحابه کرامو   رضی الله عنهمپه عهد کې د بنو اميه د خلافت په اوائلو کې منځته راغلې، په دې کې د اسلام بچيانو نه يواځې ترکو ته شکست ورکړ، بلکه له هغوی څخه يې د غنيمت مال هم ونيو، حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي )لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تُقَاتِلُوا التُّرْكَ صِغَارَ الْأَعْيُنِ حُمْرَ الْوُجُوهِ ذُلْفَ الْأُنُوفِ كَأَنَّ وُجُوهَهُمْ الْمَجَانُّ الْمُطْرَقَةُ وَلَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تُقَاتِلُوا قَوْمًا نِعَالُهُمْ الشَّعَرُ(.

ژباړه :

قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې تاسو د وړو سترګو لرونکو، د سرو مخو لرونکو او د چتو پوزو لرونکو ترکو سره جنګ ونه کړی، د هغوی مخونه به ګويا د هغه ډال په څير وي په کوم چې څرمن لګيدلې وي، قيامت تر هغه نه قايميږي تر څو چې تاسو له يوه داسې قوم سره جنګ ونه کړی د کومو پيزار به چې له پوستکي څخه جوړ وي ([2] ).

په حديث کې له بيان شويو خلکو څخه مراد تاتاري منګول دي کومو چې په سنه (۶۵۶ هجري مطابق ۱۲۵۸عيسوي) کې په ډيرو اسلامي هيوادونو کې تباهي خپره کړه او بې شميره خلک يې په خاورو او وينو کې ناقراره کړل، مګر بالاخر د الهي حکمت تقاضا وه چې دغو خلکو اسلام قبول کړ او د امت مسلمه يوه برخه جوړ شول.

[1]  – د ترکو دوه ويشت قبيلې دي، ذوالقرنين د يو ويشتو قبيلو لپاره ديوال جوړ کړ، مګر يوه قبيله له ديوال څخه بچ پاتې شوه هغې ته ترک ويل کيږي، هغوی ته ترک ځکه ويل کيږي چې هغوی له ديوال څخه د باندې پريښودی شول او له نورو قبيلو سره په ديوال کې دننه بند نه کړی شول ( وګورئ : مرقاة المفاتيح : ۱۵/ ۳۹۲.

[2]  – صحيح البخاری، الجهاد والسير، حديث : ۲۹۲۸، وصحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۱۲.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button