اشرف غني له ولسي جرګې د وزيرانو د استيضاح ځنډولو غوښتنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۶) الماس خدرخېل
ويل کېږي، د ارګ او ولسي جرګې تر منځ د درې امنيتي ادارو د وزيرانو د استيضاح پر سر جنجالونه او ناندرې زياتې شوي دي.
د ولسي جرګې يوې سرچينې پژواک ته ويلي چې نن سهار په ولسي جرګه کې د پارلماني ګروپونو مشران، د کمېسيونونو رييسان او اداري پلاوي له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې وکتل.
د سرچينې په وينا، ولسمشر له ولسي جرګې غواړي چې د امنيتي سکتور د وزيرانو استيضاح تر يوې مياشتې پورې وځنډوي.
سرچينه زياتوي، ولسمشر دريځ خپل کړى، چې راتلونکې مياشت د افغانستان لپاره د دفاعي او امنيتي پلوه ډېر مهم دى، ځکه چې حکومت څلور کلن امنيتي پلان تصويبوي او په دې برخه کې د امريکا ملاتړ ترلاسه کوي.
خو د ولسي جرګې يادې سرچينې وويل چې وکيلان به له ولسمشر څخه غواړي چې له قانون سره سم د سلب صلاحيت شوو وزيرانو پر ځاى نوي کانديد وزيران ورته معرفي کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ ولسمشر د ولسي جرګې لومړى مرستيال همايون همايون راغوښتى و او په جرګه کې د حکومت ضد د هغه د وروستيو څرګندونو په اړه يې ورسره تُند بحث کړى دى.
بل لخوا د ولسي جرګې منشي قادر ځاځی وايي، ډېر ژر به وکيلان په دې اړه معلومات د يوې ليدنې په ترڅ کې له ولس سره شريک کړي.
تېره ورځ د ولسي جرګې يو شمېر غړو ادعا کړې وه چې ولسمشر د امنيتي چارواکو د استيضاح په صورت کې د دې جرګې د لغوه کولو ګواښ کړى، خو ولسمشرۍ ماڼۍ بيا دغه څرګندونې بې بنسټه بولي.



