د گډ حکومت مشر هند ته ولاړ

(کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۶):د گډ حکومت مشر اشرف غني نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نوي ډیلي ته رسېدلی دی.
له ارگه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د گډ حکومت مشر اشرف غني نن سهار نوي ډیلي ته رسېدلی او د هند حکومت د چارواکو له لوري یې تود هرکلی شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه یوه ورځني سفر کې به ولسمشر غني د هند د ولسمشر رام نات کوویند او لومړي وزیر نریندرا مودي سره جلا کتنې ولري او د افغانستان او هند تر منځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او همکارۍ به بحث او خبرې وکړي.
هند ته په دغه سفر کې د ولسمشر غني سره د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د کانونو او پترولیم وزارت سرپرسته نرگس نهان، د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر عمومي رییس عبدالسلام رحیمي، د غني سلاکارن اجمل احمدي، فرخنده زهرا نادري او شهرزاد اکبر، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د ستراتيژیکو چارو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې وروسته به د نوي ډیلي په “ویویک انندا نړیوال بنسټ” کې وینا وکړي.
هند په سیمه کې د افغان دولت تر ټولو ډېر ملاتړی هېواد یادېږي، چې په تېرو شپاړس کلونو کې یې له افغانستان سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې.
د گډ حکومت مشر اشرف غني هند ته داسې مهال سفر کوي، چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بگرام ته راغلی و او وروسته به اسلام اباد او بیا نوي ډیلي ته ولاړ شي.



