(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۷ فرید افغان)
په فراه کې د طالبانو د بریدونو تر پراخيدو وروسته د کمانډو او ملي اردو ځواکونو له لیکو څخه د عسکرو د تیښتې لړۍ ګړندۍ شوې.
د هشت صبح ورځپاڼې د راپور ترمخه؛ په روان میلادي کال کې ۱۹۶ عسکر له طالبانو سره په مخامخ جګړو کې وژل شوي.
ورځپاڼه وایي؛ درۍ ورځې وړاندې د ملي اردو ۸ سرتیرو د خپلو مسؤلینو د بې کفایتۍ له امله دندې پریښودې او تیره چهارشنبه هم د یو ټولي قوماندان له دندې پښې سپکې کړې.
ویل کیږي چې دا یواځې هغه معلومات دي چې رسنيو ته په واک کې ورکړل شوي، تر دې اخوا دا لړۍ نوره هم پراخه ده.
د فراه د والي مرستیال عارف رسولي وایي چې؛ د لوړ پوړو مقاماتو له طرفه ورته امرشوی چې باید د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کره شمیر په ډاګه نه کړو .
ددې ولایت د ولایتي شورا غړې جميله امیني وایي چې؛ څه موده وړاندې یې د افغان ځواکونو د ۲۳۰ وژل شویو عسکرو په فاتحه کې ګډون کړی و او خلکو د امنیتي ځواکونو له ضعیفې رهبري نه سر ټکاوه.
د دې ولایت چارواکي وایي چې طالبانو د دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو په لیکو او آن د هغوی په رهبرۍ کې نفوذ کړی چې هره شیبه چارواکي د یو اوبل څخه د ویرې له امله له خپلو دندو سره مخه ښه کوي.














