پکتيا: د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۸) د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، د دغې ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې چې له کبله يې دواړو غاړو ته مرګ ژوبل رسېدلې ده.

په ډنډپټان ولسوالۍ کې د اووم سرحدي کنډک سرپرست ډګرمن عزيز محمد رسنيو ته ويلي، لومړی پاکستاني ځواکونه له کرښې ور اوښتي او په سرحدي پوستو يې بريدونه کړي په ترڅ کې يې جګړه رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، پاکستاني ځواکونو غوښتل د انځرګي کنډو کې پوسته جوړه کړي خو د سرحدي ځواکونو له لوري پرنښودل شول.

د ډګرمن عزيز په خبره، په نښته کې يو تن پوليس ټپي شوی او يو رينجر موټر ويجاړ شوی زياتوي په ځوابي بريد کې د پاکستان دوه سرحدي پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

تر اوسه پاکستاني پوځي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په کابل کې د پاکستان سفارت په يوې خبرپاڼې کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو راپورونه رد کړي او زياتوي چې د پاکستان پوځ افغان خاورې ته د ورتګ هڅه نه ده کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button