سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د نړۍ پای (۷۱مه برخه ) – د ياجوج ماجوج هلاکت –

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مارچ 28, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
379
ځلې شریک شوی
575
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلی )

د ياجوج ماجوج هلاکت

د ياجوج ماجوج سړي، ښځې او ماشومان به په زمکه کې قتل او فساد کوي، د خلکو عزت به پايمالوي تر دې چې هغوی به په آسمان باندې د غيشو ويشتل شروع کړي لکه څنګه يې چې په زمکه باندې قبضه وي همدا ډول به يې په آسمان باندې هم وي، د زمکې په اوسيدونکو کې به هغه خلک د دوی له لاس څخه بچ پاتې وي کوم چې قلعه بند وي يا چيرته پټ شوي وي، په دې قلعه بندو خلکو کې به حضرت عيسی  علیه السلام او د هغه مؤمن ملګري هم وي او له سختې لوږې، حاجت او د سختو مشکلاتو ښکار به وي:

په دې وخت کې به عيسی  علیه السلام او د هغه ملګري الله تعالی ته دعا وکړي لکه په مخکني حديث کې چې تير شول، د دعا په نتيجه کې به الله تعالی يو مهلک چينجی د هغوی په غاړو کې پيدا کړي د کوم له امله به چې هغوی ټول مړه شي، الله تعالی به د اوښانو د غړيو لرونکو مرغانو په څير مرغان به را وليږي کوم به چې د ياجوج ماجوج مړه شوي جسدونه پورته کړي او چيرته چې د الله تعالی خوښه وي هلته به يې وغورځوي، بيا به الله تعالی يو داسې باران وکړي کوم به چې زمکه پاکه، صفا ستره کړي، بيا به زمکې ته وويل شي: خپلې ميوې را وباسه او خپل برکتونه را واپس کړه.

له حضرت ابو سعيد خدري  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

ياجوج ماجوج به سوری وکړي، هغوی په به خلکو باندې له هرې خوا څخه راشي لکه چې فرمان باری تعالی دی مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُونَ هغوی به له هر لوړ ځای څخه په منډه منډه راځي، په زمکه کې به فساد کوي، مسلمانان به په خپلو ښارونو او قلعه ګانو کې پناه اخلي او خپلې ميګې به هم له ځان سره ساتي، ياجوج ماجوج به د زمکې ټولې اوبه وڅښي تر دې چې د هغوی يو لښکر به له يوه درياب سره په خوا کې تيريږي نو د هغه ټولې اوبه به وڅښي تر دې هغه وچ شي، کله چې د هغوی دويم لښکر هلته ورسيږي نو وبه وايي: په دې ځای کې کله اوبه وي، بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : د زمکې ټول خلک به په ښارونو او قلعه ګانو کې محصور وي نو په ياجوج ماجوج کې به يو کس ووايي: د زمکې له اوسيدونکو خو فارغ شوو، اوس د آسمان اوسيدونکو وار دی، بيا به يو کس د اسمان لوري ته خپل غيشی وار کړي او هغه به په وينو ککړ واپس بيرته راشي، دا به د الله تعالی له لوري د دوی لپاره يو ازمايښت او امتحان وي، په دې حالت کې به الله تعالی په دوی باندې يو چينجی مسلط کړي، کوم به چې د دوی په غاړو کې پيدا شي، د هغه په اثر به دوی ټول مړه شي، مسلمانان به ووايي کوم داسې څوک شته چې زمونږ لپاره خپل ځان په خطر کې واچوي او دا معلومه کړي چې زمونږ د دښمن انجام څه شو؟ نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايي: بيا به له مسلمانانو څخه يو سړی مرګ ته تيار شي او پورته به شي، هغه به له خپلې قلعه څخه د باندې وګوري نو هغوی به ټول څټ مخ مړه پراته وي، هغه به له خوشحالي څخه نعره کړي: اې مسلمانانو ! مبارک شه ! الله تعالی د ستاسو دښمن صفا کړ، مسلمانان به له خپلو ښارونو او قلعه ګانو څخه د باندې راووزي، د هغوی مالونه او ميګې به آزادې څري، د هغوی د ځناور لپاره به په دې وخت کې د ياجوج ماجوج د غوښو له خوړلو پرته بله هيڅ چاره نه وي، هغه به وخوري او داسې به مزي (غټ) (څاربه) به شي لکه کوم ځناور چې د يوې ښې سبزۍ په خوړلو غټيږي ([1]).

ابو سعيد خدري  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

ياجوج ماجوج به په زمکه کې ټول خلک هلاک کړي، يواځې هغه خلک به بچ پاتې شي کومو چې په قلعه ګانو کې پناه اخيستې وي، کله چې ياجوج ماجوج د زمکې د اسيدونکو له وژلو فارغ شي نو په خپل مينځ کې به يوه بل ته ووايي اوس يواځې هغه خلک بچ پاتې دي کوم چې په قلعه ګانو کې پټ شوي يا په آسمان کې اوسيږي، هغوی به خپل غيشی د اسمان لوري ته وار کړي، نو هغه به په وينو ککړ واپس بيرته راشي، هغوی به ووايي چې تاسو ته د آسمان له اوسيدونکو څخه هم راحت تر لاسه شو، اوس يواځې هغه پاتې شول کوم چې په قلعه ګانو کې پټ شوي دي، دوی به هغوی محاصره کړي تر دې چې د هغوی لپاره به محاصره ډير مشکلات پيدا کړي، په دې وخت کې به هغوی ټول په دې سوچ کوي چې الله تعالی په هغوی چينجی مسلط کړي کوم به چې د دوی په غاړو کې پيدا کيږي او د هغوی غاړې به ماتوي او هغوی به په يوه بل باندې ور غورځي او مړه کيږي به، د حضرت عيسی  علیه السلام له ملګرو څخه به يو کس ووايي: د کعبې رب هغه قتل کړي، ځينې نور به ووايي : نه ! نه ! دا مونږ دوکه کوي تر څو چې مونږ د هغوی لوري ته ور ووځو او هغوی مونږ هم په هغه رنګه ووژني لکه څنګه يې چې زمونږ نور وروڼه ووژل، هغه به ووايي: تاسو ما ته دقلعه دروازه خلاصه کړي تر څو چې زه د باندې ووځم او د هغوی خبر راوړم، هغوی به ووايي: مونږ يې نشو خلاصولای، هغه به ووايي: ما ته کومه رسۍ راکړی، هغه به د رسۍ په ذريعه لاندې کوز شي او هغوی به ټول مړه پيدا کړي ([2]).

له ياجوج ماجوج وروسته به هيڅ کوم جنګ نه وي

کله چې الله تعالی ياجوج ماجوج هلاک کړي نو په زمکه کې به پرته له مؤمنانو بل هيڅوک بچ پاتې نشي، برکتونه او خيراتونه به هر لوري ته خپاره شي، د هغوی زړونه به په خپلو مينځونو کې صفا وي او هيڅ رنګه قتال، جنګونه او شور به نه وي.

حضرت سلمه بن نفيل  رضی الله عنه  بيان کوي چې يو ځل له رسول الله   صلی الله علیه وسلم  سره ناست وو چې يو کس راغی او عرض يې وکړ: اې د الله رسوله ! آسونه به پريښودل شي، اسلحې به کيښودل شي، د خلکو خيال دا دی چې نور نو جنګونه نشته او جنګ ختميدونکی دی، نبي  علیه السلام وفرمايل:

هغوی غلط ويلي: جنګونه خو به وي، زما په امت کې به يوه ډله داسې وي کومه به چې هميشه د حق لپاره د (خدای په لار) کې جنګيږي، دا ډله به د قيامت تر راتلو پورې جنګيږي، جنګ د ياجوج ماجوج تر راوتلو پورې نه دی موقوف ([3]).

له ياجوج ماجوج وروسته به حج باقي وي

له حضرت ابو سعيد خدري  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لَيُحَجَّنَّ الْبَيْتُ وَلَيُعْتَمَرَنَّ بَعْدَ خُرُوجِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ ([4]).

ژباړه : د ياجوج ماجوج له خروج وروسته به هم د بيت الله حج او عمره کيږي.

د ياجوج ماجوج لپاره د ذوالقرنين لخوا جوړ شوی ديوال څوک ليدلای شي؟ يا يې د چا لپاره ليدل ممکن دي؟

په صحابه کرامو رضی الله عنهم کې يوه کس هغه ليدلای، امام بخاري   رحمه الله په خپل صحيح کې داسې تعليقا صيغه له جزم سره ذکر کړې چې يوه کس رسول الله   صلی الله علیه وسلم  ته وويل : ما دغه ديوال ليدلای، هغه د خط لرونکي څادر په څير دی، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د هغه د خبرې تصديق وکړ او وې فرمايل : په رښتيا چې تا هغه ليدلای.

حافظ ابن حجر   رحمه الله فرمايي:

دا حديث ابن ابی عمر د مدينې والو له يوه کس څخه موصولاً روايت کړی چې هغه د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  په خدمت کې عرض وکړ : يا رسول الله   صلی الله علیه وسلم  ! ما د ياجوج ماجوج ديوال ليدلای، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  ترينه وپوښتل : هغه څنګه وو؟ هغه وويل : د خط لرونکي څادر په څير، يو خط يې سور او يو خط يې تور دی، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د هغه تصديق وکړ او وې فرمايل : په رښتيا چې تا هغه ليدلای ([5]).

علامه ابن کثير   رحمه الله د ديوال او د ځينو بادشاهانو هغه ته د رسيدلو د کوشش قيصه ذکر کړې او وايي:

خليفه واثق باالله ([6]) د خپل حکومت په دوران کې خپل يو شمير امراء تيار کړل او له هغوی سره يې يو لښکر هم روان کړ تر څو چې دوی له دې ديوال څخه کتنه وکړي، هغه وګوري او په بيرته راتګ باندې خليفه ته د هغه په هکله راپور ورکړي، دې لښکر له يوه ښار څخه بل ښار ته او له يوه هيواد څخه بل هيواد ته سفر کاوه تر دې چې ديوال ته ورسيدل، هغوی وليدل چې ديوال له اوسپنې او مس څخه جوړ شوی، په راپور کې يې دا هم وليکل چې په هغه کې يوه دروازه هم شته کومې ته چې دوه غټ غټ قلفونه اچول شوي وو، همدا شان يې وليدل چې هلته د خاورو او ډبرو (تيږو) يو برج هم جوړ شوی، په هغه له پاسه د ګاونډيو هيوادونو د بادشاهانو له لوري يو شمير پهره داران هم شته، دا ديوال ډير لوړ او لوی دی، په هغه هيڅ شی نشي ختلای او نه د هغه په شاو خوا غرونو باندې ختلای شي، دا خلک تقريباً تر دوو کلونو پورې په دې کار کې مشغول وو او د بيرته راتګ تر وخته يې عجيب او غريب شيان وليدل ([7]).

علامه ابن کثير   رحمه الله دا قيصه په کوم سند سره نه ده بيان کړې او نه يې د صحت او ضعف په اعتبار سره په هغې کومه تبصره کړې (والله اعلم).

[1]  – مسند احمد : ۳/ ۷۷، وسنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۷۹، والمستدرک للحاکم :۴/ ۴۸۹، وقال : حديث صحيح علی شرط مسلم ولم يخرجاه.

[2]  – المطالب العالية بزوائد المسانيد الثمانية :۱۸/ ۴۴۳، حديث : ۴۵۲۳.

[3]  – السنن الکبری للنسائي ک۵/ ۲۱۸، وسلسلة الاحاديث الصحيحة :۴/ ۵۷۱، حديث : ۱۹۳۵.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

[4]  – صحيح البخاري، الحج، حديث : ۱۵۹۳.

[5]  – فتح الباري شرح صحيح البخاري، احاديث الانبياء، حديث : ۳۳۴۸.

[6]  – خليفه واثق باالله د عباسي دور په (۲۲۷ تا ۲۳۲ هجري مطابق ۸۴۲ تا ۸۴۷ عيسوي) کې حکومت کړی، په عباسي خليفه ګانو کې په ترتيب سره دی په نهم نمبر کې دی.

[7]  – البداية والنهاية :۷/ ۱۲۶.

لوی ټکي: جوج ماجوجنړۍ پای
مخکینې مطلب

ننګرهار: وسله وال بريد کې د ښيوې ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی

بل مطلب

له سپینې سولې ملاتړخو د سرې سره جګړه!

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com