(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۹)
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي چې په دې هیواد کې یې د مخدره توکو د تولید پر مرکزونو خپل بریدونه په بیسارې توګه زیات کړي.
د دې ماموریت په اعلامیه کې راغلي چې په تیرو څو ورځو کې یې په فراه او نیمروز کې د مخدره توکو ۱۱ فابریکې له منځه وړې.
په خبر پاڼه کې راغلي؛ د غوڅ ملاتړ ماموریت به له دې درکه د طالبانو مالي سرچینې وچې او هغوی به مذاکراتو ته مجبور کړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه سپیناوي کې ویلي؛ طالبان د نشیي توکو د تولید هیڅ مرکز نه لري او په خبره یې چې مخدره توکي د “اشغالګرو“ تحفه ده .
مجاهد وایي؛ د مخدره توکو فابریکې او د هغو له منځه وړل حقیقت نه لري او یواځې پروپاګند دی چې په خبره یې امریکایان هیڅکله نه غواړي دا بدمرغه تخم له هیواد څخه ورک شي.
نوموړي ویلي؛ امریکایان+کابل اداره د مخدره توکو په تجارت کې دخالت او خپلمنځي همغږي لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت په دې وروستیو کې د نیول مخدره توکو پلور ته هم جواز ورکړی چې د سوځولو پرځای به اوس په رسمي توګه په نړیوالو بازارونو کې پلورل کیږي.















