أسامة بن لادن.. د افغانستان جهاد، وارد شوي تورونه او شهادت یې

آصف الله آصفي

اسامه بن لادن په کال 1957م د سعودي په پلازمینه ریاض کې د سوریایۍ دمشقۍ مور نه وزیږید، پلار یې محمد عوض بن لادن نومیده، د ډیرو خویندو او وروڼو ورور و.

د اسامه بن لادن پلار په کال 1930م کې له حضرموت نه جدې ته ولاړ، په یو څو کلونو کې له غریبکارۍ نه د سعودی له مشهورو بډایانو څخه وګرځید، په 1969 کې یې اقصي مسجد چې سوځیدلی و بیرته ورغاوه، او ورپسې یې د حرمینو شریفینو په توسعه کې ستره ونډه درلوده.

اسامه ۹ کلن و چې پلار یې ومړ، او په ۱۷ کلنۍ کې یې د شامي ماماګانو له کورنۍ نه لومړی واده وکړ.

ثانوي زده کړه یې په جده کې پای ته ورسولې او د لیسانس زده کړه یې د ملک عبدالعزیز له پوهنتون نه په اقتصاد او عمومي اداره کې ترلاسه کړه.

په کال 1979م کې کله چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ نو د یرغل په لومړنیو اونیو کې یې د افغان مجاهدینو سره د شورویانو پر ضد وسله وال جهاد ته ځان ورساوه، د جلال آباد په مشهوره جګړه کې یې پراخه شتون درلود.

په کال 1988کې یې د سجل القاعده په نوم یو بنسټ کیښود چې افغانستان ته د عربي مجاهدینو د تګ راتګ معلومات پکی ثبت کیدل، په همدې وجهه د اسامه بن لادن ډله د القاعده په نوم مشهوره شوه، امریکا لدې نوم نه وویریده، فکر یې وکړ چې ګوندې القاعده یو ترورستې ډله ده او غواړي پر اسلامي هیوادونو کې حاکم سیکولر حکومتونه نسکور او په سوچه اسلامي حکومتونو یې بدل کړي.

القاعدې له غرب سره دښمنی څرګنده کړه او د امریکا متحده ایالاتو یې ته د اسلام د لومړۍ درجې د دښمن په سترګه په کتلو سره یې هیله لرله څو ټول مسلمانان باید د امریکا پر وړاندې وسلې ته لاس کړي.

له افغانستان څخه د روسانو له وتو وروسته اسامه بن لادن خپل هیواد ته بیرته ستون شو، لږ وروسته وپوهیدو چې د سعودی حکومت لخوا ممنوع الخروج ګرځول شوی، او پوه شو چې لامل یې د روسانو وتل، او د ده په هکله د روس او امریکا جوړجاړی شوی دی نو یې د دیني موعظو په وړاندې کولو بوخت شو.  

د سعودی د کورنیو چارو وزارت د ده په ممنوع الخروج ګرځولو سربیره له هر ډول علني فعالیت کولو منع کړ او سملاسی یې یو کتاب ولیکلو چې پکې یې د سعودي حکومت ته مشورې ورکړې وي.

کله چې پوه شو چې ګرد فعالیتونه یې په ټپه ودرول شول او له هر ډول فعالیت منع کړای شو نو له سعودي څخه افغانستان ته په وتلو بریالی شو، ورپسی بیا په 1992م کې د سوډان پلازمینې خرطوم ته ولاړ، سعودی حکومت یې ټوله دارایی کنګل کړه، په دې وخت کې اسامه بن لادن د امریکا د استخباراتو لپاره ګرمه لوبه وګرځیده، سعودی حکومت په کال 1994 کې د هغه تابعیت هم واخیست.

دې کار اسامه بن لادن مجبور کړ څو د سعودی حکومت پر ضد په څرګنده مخالفت اعلان کړی، د تابعیت اخیستل رد کړي، او په نورو هیوادونو کې یې په څرګنده خپل فعالیت پیل کړ.

په سوډان کې میشت شو په دې وخت کې په صومال، یمن او ریاض کې چاودنو صورت ونیو، اسامه بن لادن د دغو عملیاتو چې د امریکا د ګټو پر ضد وو تایید وکړ، خو نیغ په نیغه یې پړه پر غاړه وانخیسته، بلکې دا یې د عامه غوصې پایله وګڼله.

د دغو پیښو نه وروسته سوډان د امریکا او عربي هیوادونو لخوا تر فشار لاندې راغی، څو یا اسامه دوی ته تسلیم کړی او یا یی له دغه هیواده وباسي، خو اسامه له خپلو ملګرو سره یو ځای افغانستان ته ولاړ.

په نړۍ کې د امریکا د ګټو پر ضد په پرلپسې توګه پیښې ترسره کیدې، او پړه یې پر بن لادن او ملګرو اچول کیده، بن لادن د امریکا سرسخته دښمن وګڼل شو، خو په اسلامي نړۍ کې یې بیا د ستر اتل لقب خپل کړ.

بن لادن په 1992م کې هغه امریکایي فوځیان ووژل چې له یمن نه صومال ته په لاره وو

په 1995م کې د بن لادن شبکې د هغو مصریانو مرسته وکړه چې د اثیوبیا په ادیسه بابا کې یې د د حسنی مبارک د ترور هڅه وکړه، او دی مصریانو په تیرو کلونو کې په مصر کې په لسګونو سیلانیان هم وژلي وو.  

په مصر کې یې د هغه جماعة الجهاد الاسلامي شبکې ملاتړ وکړ چې په پاکستان کې یې د مصر سفارت په کال 1995 کې منفجر کړ، چې له امله یې 20 مصريان او پاکستانیان ووژل شول.  

د بن لادن ډلې په باسیفیک کې په یوه امریکایی الوتکه کې چاودنه وکړه چې عیسوي مذهي مشر بابا یې پکې وواژه.

د بن لادن ملګرو په 1995 کې په ریاض کې د امریکایی فوځیانو ودانۍ ته چادونه ورکړه.

په کال 1996م کې یې د امریکا د متحده ایالاتو پر ضد د جګړې اعلان وکړ.

په کال 1998 کې بن لادن اعلان وکړ چې که څوک وتوانیزي یو امریکایی فوځي ووژنی له هرڅه ورته غوره دی.

د 1998 کال په فروری کې یې د یهودو او نصاراو پر ضد نړیواله اسلامی جهادي جبهه اعلان کړه، چې موخه یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر امریکایانو او د هغوي پر ملاتو بریدونه کول وو.

د 2001 کال په سپتمبر کې د امریکا متحده ایالاتو بن لادن تورن کړ چې په نړیوال سوادګیریز مرکز او پنتاګون یې برید کړی چې له کبله یې 3000 کسان وژل شوي او له ۱۵۰ملیاردو نه زیات زیان یې اړولی.  

د 1998 په اګست میاشت کې امریکا یو شمیر هغه ودانۍ په نښه کړې چې د بن لادن د شبکې له خوا ترې استفاده کیده، چې له جملې نه یې ۶ ټریننګ مرکزونه، او په سوډان کې یوه د درملو کارخانه وه چې امریکا پرې د کیمیاوي وسلو د جوړلو شک درلود چې وروسته یې پر خپلې غلطۍ اعتراف وکړ.

د 2001 کال د سپتمبر له پیښې وروسته د امریکا ولسمشر بوش، اسامه بن لادن او القاعده د خپل غچ لومړۍ موخه اعلان کړه، او اعلان یې وکړ چې بن لادن او نیټ وړک یې په افغانستان کې دی، چې د دې اعلان له کبله په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې سیاسی او نظامي اوضاع بدلون وموند.  

د 2002 د سپتمبر په 10مه د بن لادن اواز د الجزیرة تلویزیون له لاري خپور شو، چې د سپتمبر د پیښې ستاینه یې پکې کړې وه.

د امریکا متحده ایالاتو د بن لادن او القاعده تنظیم پر ضد خپلې هڅې ګړندۍ کړې تر دې چې د وخت ولسمشر بارک اباما د پاکستان په خاوره کې د بن لادن د وژنې اعلان وکړ.

اباما په خپلو څرګندونو کې وویل چې ځانګړو ځواکونو یې له سخت مقاومت وروسته د پاکستان په مرسته چې دوی ته یې د بن لادن میشت ځای ورپه ګوته کړ عدالت پلی کړ او د بن لادن په وژلو بریالي شول، او یوه بل امریکایی چارواکي بیا زیاته کړه چې په  برید کې د بن لادن یو ځوی، میرمن اوه دوه نور کسان وژلي دی.

اباما دا هم وویل چې هیواد به یی د بن لادن مړی وساتي.  

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button