نامعلومه وسله والو بغلان کې شپږ هندي اتباع تښتولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۶) د بغلان څخه خبري سرچينې وايي، نا معلومه وسله والو په ياد ولايت کې د برېښنا شرکت شپږ هندي کارکوونکي تښتولي دي.

د بغلان د پوليسو وياند ذبيح الله شجاع هم د هندي اتباعو تښتول تاييدوي په خبره چې دغه هندي کارکوونکي په خواجه الوان دښته کې د برېښنا سټيشن د ليدلو لپاره تللي چې په لاره کې د طالبانو د يوه سرګروپ له لوري د پلخمري شمالي باغ سيمه کې تښتول شوي دي.

د بغلان د برېښنا رياست چارواکي هم د اوو تنو تښتول تاييد کړي زياتوي چې په يادو کسانو کې شپږ هندي اتباع او يو افغان وګړی دی.

د معلوماتو پر بنسټ، په تښتول شويو کې څو تنه انجينران او پاتې د KEC بهرني شرکت کارکوونکي دي.

تر اوسه پورې طالبانو د يادو کسانو د تښتول کېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button