بوټ (لنډه کیسه)

جواد څارګر
ادې! زه مدرسې ته نه ځم
ولې ځویه، مریض یې؟
زما بوټ چېرې دي؟ تا ویل پلارجان يې درته راوړي، نه مې پلارجان راغی او نه بوټان. زه… زه ولاکه مدرسې ته ولاړ شم.
مورکۍ د انعام ماشومانه ناز ته په کړس کړس وخندل؛ انعام فکر وکړ مور یې پر ده خاندي، شونډې یې بوڅې کړې، سلګو ونیو، دکوټې کونج ته یې منډه واخیسته او پړمخ څملاست.
مورکۍ لږه شېبه تم ؤه، زړه یې قرار ونکړ او په انعام پسې کوټې ته ورغله
انعام چې دمور دپښو کښالو واورېد سلګۍ یې تېزې کړې
مورکۍ دانعام سر راپورته کړ، په ورانه یې کښېښود؛ انعامه ځویه! ته ولې لېوني چمونه کوې؟
پلار جان ته دې دعا کوه چې پخیر راشي
په بوټانو برسېره به یوه جوړه سپېنې جامې هم په میر احمد درزي درته وګنډي.
انعام ژر ژر سترګې ورپوَلې، اوښکې یې پاکې کړې؛ ادې! ته خو به راته درواغ نه وایې؟
نه ځویه ولې به درواغ درته وایم، که دې باور نه راځي ماجت ته درسره ولاړه شم؟
انعام وخندل، پورته شو او له مورکۍ یې غاړه تاو کړه.
★★★ ★★★ ★★★ ★★★
ادې! زه مدرسې ته ولاړم. پلارجان مې تر دولسو بجو باید ځان راورسوي، او رښتیا زما بوټ او جامې یې هېرې نشي، او خورجانې مې چې دګلونو کوم هار راته اخیستی هغه دې هم له ځانه سره راوړي
انعام په منډه ووت، دمورکۍ سترګې یې له اوښکو ډنډ شوې، اسمان ته یې وکتل او لاسونه یې لپه کړه؛ اې په زړونو اګاه پروردګاره! زه به ستا دکوم ـ کوم نعمت شکر اداء کړم؟
انعام بچی دې راکړ، راته ستر دې کړ، او اوس دې دخپل کلام دحفظ سعادت ور په برخه کړ.
ګلالۍ لا همهغسې لاسونه لپه نیولي ول چې د انعام دپلار غږ یې تر غوږونو شو
لاسونه یې په مخ کش کړه او په بیړه د خاوند څنګ ته ورغله؛ انعام وویل چې ته باید تر دولسو بجو ورشې، زه به یې بوټ او جامې درته غوټه کړم، ته تر هغې ځان تیار کړه
★★★ ★★★ ★★★ ★★★
دڅرخکو غږ انعام وراخطا کړ، څنګ ته ناست ملګري ته وویل؛ احمده له څرخکو مې ډار کېږي، تېره شپه یې زموږ کلي کې لس نفره ووژل، خدای مکړه په مدرسه بم خطا نکړي؟
لېونی لېونی مه غږېږه، دا دکوپارو څرخکې نه دي چې مدرسه بمبار کړي…..
انعام یې خبره ورغوڅه کړه؛ ته وګوره، وګوره څرخکه یې کږه کړه، لکه چې راکټونه راتوغوي
دمدرسې له انګړ تور دودونه پورته شول، پېلوټ مرکز ته خبر ورکړ چې راکټونه په هدف ولګېدل؛ دڅرخکو ډب ـ ډب ورک شو او دمدرسې له منځه چېغو، کریغو او آهونو اسمان ته لاره وکړه، فضاء ګرد ونیوله، هاو هو جوړ شو، له هرې خوا دسویو غوښو بویونو سپېږمې سوځولې، په انګړ کې د سویو جسدونو او غوښو ترڅنګ سېپارې او کتابونه سوځېدلي پراته وه، چېرته پښه پرته وه او چېرته لاس، چېرته سر پروت و او چېرته تار ـ تار غوښې
★★★ ★★★ ★★★ ★★★
ګلالۍ کله له دروازې لاره څاري او کله کور کې له ناستو میلمنو سره په خبرو د انتظار لنډولو کوښښ کوي
خوله یې له خوښۍ نه ټولېده، پلَو یې له پتاسو او وچې مېوې ډکه کړې وه، په دې انتظار وه چې اوس به یې انعام کور ته وررسیږي او دپتاسو او مېوو باران به په کوي.
د انعام په پلار یې سترګې ولګېدلې چې ځوړند سر یواځې ورروان دی، او غوټه یې هماغسې تړلې په لاس کې نیولې ده، ساه یې بنده شوه او په منډه له دروازې ور ووته
سړیه! انعام بچی مې دې رانه ووست؟ ته ولې پرېشانه ښکارې؟ خیریت خو به وي؟ ولې چوپه خوله یې؟ ژر راته ووایه څه شوي دي؟
د انعام پلار سر پورته کړ، له سترګو یې اور ورېده؛ ګلالۍ! کوپارو مدرسه بمبار کړه، په بیړه ځان تیاروه چې دښار روغتون ته ځان ورسوو
دګلالي له خولې چېغه ووته، د انعام پلار له لاسه ونیوله او کور ته یې دننه کړه.
★★★ ★★★ ★★★ ★★★
انعام سترګې وغړولې، مور او پلار یې ولېدل چې حیران ـ دریان ولاړ دي
انعام وپوښتل؛ ادې زما بوټ مو راوړي دي؟
پلار یې د انعام پښو ته وکتل، لا ځوابه او ځوړند سر ولاړ و، غوټه یې خلاصه کړه، بوټ یې ترې راوویستل او د انعام سر ته یې کېښودل
دمور له سترګو یې اوښکې روانې شوې، د انعام سر یې په ورانه کښېښود او په سلګو یې انعام ته وویل؛ ځویه! له پښو چې خلاص شوې بوټان درته راورسیدل.
پای



