تخار: د تندر لویدو پیښه کې دریو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی

 

(کابل ټکی کام ۲۳۹۷ غویی ۲۲)

د تخار د امنیې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير رسنیو ته ویلي چې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د مرکز تالقانو اړوند د سرسنګ سیمه کې پر یوه کور تندر لویدلی چې درۍ ماشومانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي ویلي، پیښه د ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې او په خبره یې چې درۍ واړه ماشومان وروڼه و، او داسې مهال چې د څارويو پر څرولو بوخت وو تندر پرې غورځېدلى او درې واړه ځاى پر ځاى مړه شوي دي.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وایي چې پولیسو د یادو ماشومانو جسدونه نن له غرمې وروسته خپلې کورنۍ ته سپارلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په ننګرهار کې هم سختو اورښتونو او طوفانونو یو کس وژلی او بل یې ټپي کړی و.
په هیواد کې د اورښتونو لړۍ په بیسارې توګه چټکه شوې چې د مالونو او کښت څښتانان ورته بې دریغه خوښ دي او د خپلو فصلونو لپاره یې اغیزمن بولي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button