(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۵)
د امریکا سرپلټونکې ادارې سیګار په یوه تازه خپاره کړي راپور کې په ډاګه کړې، چې د نشیي توکو ډیر کاروبار په هغو سیمو کې ترسره کیږي چې حکومت پرې واکمن دی .
په داسې حال کې چې د ګډحکومت چارواکي د دې توکو د کاروبار پړه پر طالب وسلوالو اچوي، دې ادارې ویلي چې افغان دولت په لوی لاس د مخدراتو قاچاق او کرکیلې ته زمینه سازي کوي.
د سیګار راپور زیاتوي؛ حکومت د بدخشان په ارګو ولسوالۍ، د هلمند په نهرسراج، د کندهار په ژیړۍ همداراز د نیمروز پر خاشرود او چهاربورجک ولسوالیو پوره کنترول لري په داسې حال کې چې هلته په لویه کچه د نشیي توکو کرکیله او قاچاق روان دی .
د سیګار په راپور کې راغلي؛ په تېره یوه لسیزه کې ګډو ځواکونو د افغانستان په مختلفو برخو کې ۴۵۰ زره کیلوګرامه ډیر نشه یي مواد نیولي، چې د دې ادارې په وینا دا شمیره یواځې د ۲۰۱۷ کال د تولید شویو نشه یي توکو نیم فیصد جوړوي.
د سیګار د راپور تر مخه؛ په تیر ۲۰۱۷ کال کې د کوکنارو او نورو نشیي توکو کرکیله ۸۰ سلنه زیاته شوې وه.
د سیګار راپور داسې مهال خپریږي چې افغان حکومت تل ټینګار کړی چې د نشیي توکو پرضد مبارزه کې جدي کوي او تر څنګ به یې نیول شوي توکي د سوځولو پر ځای په قانوني توګه پلور ته وړاندې کوي.















