وروستیو اورښتونو لسګونه کسان مړه او ګڼ مالي زیانونه اړولي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۳۰)
د طبعي پیښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت وایي؛ چې په هیواد کې وروستیو سختو اورښتونو خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي.
د دې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس عمر محمدي رسنیو ته ویلي چې د سختو سیلابونو له امله ۷۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۲ تنه ورک او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د طبعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وایي؛ په ټوله کې ۱۶۹۵ کورونه په نسبي توګه تخریب شوي، ۸۸۸ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او ۲۹۶ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
د دې ترڅنګ “۶۱۷ څاروي تلف شوي او خلکو ته نور زیانونه هم اوښتی دی.
دې سیلابونو په ۱۵ جنوبي، جنوب لویدیځ ، شمالي او د افغانستان د مرکزي ولایتونو یوه برخه ځپلې ده.
د طبعي پیښو سره د مبارزې ملی ادارې چارواکي وایي چې دوی په پام کې لري هغو کورنیو سره چې غړي یې له لاسه ورکړي ۵۰ زره افغانۍ نغدي مرستې وکړي.
یاده اداره وایي چې په ۱۶ ولایتونو کې یې ۱۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته بیړنۍ مرستې رسولې، چې په کې خواړه، خیمې، ترپالونه، روغتیايي مواد او نور د اړتیا وړ وسایل شامل دي



