ولسمشره اوربند او صله رحمي له طالبانو زده کړه
د طالبانو او اشرف غني د اوربند د اعلان توپير په څه کې دی؟ ایا طالبان په خپلو هېوادوالو صله رحمي ډېره لري او که اشرف غني.

الماس خدرخېل
د روانې جون مياشتې په اوومه نېټه ولسمشر غني په يوه ويډيو پيغام کې اعلان وکړ چې د اخترد ورځې په مناسبت او په کابل کې د راټولو شويو علماؤ د اوربند په ضمني پشنهاد يې د روژې مياشتې له اووه ويشتمې د اختر تر پنځمې پورې د اوربند اعلان وکړ.
که څه هم د پوځي شنونکو په باور او واقعيت ته په کتو دا مهال افغان ځواکونه په تعرضي نه بلکې يواځې دفاعي حالت کې دي خو اشرف غني په خپلو خبرو کې وويل چې د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانوخپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي.
اشرف غني يواځې همدومره وويل چې د څو ورځو لپاره له طالبانو سره اوربند کوو او زياته يې کړه چې په راتلونکې اونۍ کې به په یوه لویه غونډه کې د اوربند جزئیات شریک شي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د اوربند جزيات به څنګه، قیدونه به لري او که د طالبانو د اوربند په شان هيله مندي ورته کيدلی شي لکه طالبانو چې وکړل.
د اشرف غني له اعلان وروسته طالبانو هم په يوه اعلاميه کې وویل چې د اختر په ورځو کې اوربند اعلانوي خو طالبان وايي دا اوربند يواځې تر افغان نظاميانو او مخالفينو پورې محدود دی او له اوربنده بهرني اشغالګر وتلي دي.
د طالبانو او اشرف غني د اوربند د اعلان توپير په څه کې دی؟ ایا طالبان په خپلو هېوادوالو صله رحمي ډېره لري او که اشرف غني.
دا هغه پوښتنې دي چې د طالبانو او د اشرف غني د اوربند په اعلاميو کې له ورايه ښکاري.
د اشرف غني اعلامیه چې وايي، د روژې له اووه ويشتمې د اختر تر پنځمې ټولو امنيتي ادارو ته يې د اوربند امر کړی او يواځې د خپلې دفاع لپاره جګړه وکړي تعرضي بريدونه ونه کړي.
د اشرف غني اوربند: نه يې کوم طالب بندي ته د بګرام له جيل څخه ازادي ورکړه، نه يې هغه طالب چې لس کاله کېږي په بګرام وحشي زندان کې د اسارت شپې تيروي دا زمينه برابره کړه چې له خپلې کورنۍ سره ملاقات وکړي، خبرې وکړي. اشرف غني ته په کار دي چې د اوربند له پيلېدو سره سم د هېواد له بېلابيلو زندانونو او بالخصوص د بګرام او پلچرخي زندانانو هغه طالب بنديان ازاد کړي چې د بند مودې يې له پنځو کلونو اوښتي دي.
او يا يواځې لکه د طالبانو په شان دې په ضمانتونو خوشې کړي، خو له اشرف غني د دغه ډول کارونو تمه بې ځايه ښکاري، ځکه چې نوموړي د ولسمشرۍ له پيل راهيسې تر دې دمه د هيڅ يو طالب بندي د بند په موده کې تخفيف نه دی راوستي او يا يې د اختر او نورو مهمو ورځو په مناسبت هيڅکله طالب بندي نه دی ازاد کړی.
نو اوس چې اشرف غني ويلي چې د اوربند نور جزيات به راتلونکو ورځو کې رسنيو سره شريک کړي:
له غني او د دغه اوربند له ملګرو يې د افغان ولس او په هېواد کې د سولې او ازادۍ د راتلو ټولې خواوې غواړي چې د اوربند په جزياتو کې د بګرام او پلچرخي په ګډون د هېواد له ټولو زندانونو، که ډير نه وي په کم شمير طالب بنديانو ازادۍ ته ځای ورکړي او حقيقي طالب بنديان خوشې کړي.
که وکتل شي اشرف غني د خپلې واکمنۍ له پيله تر دې دمه هيڅ کوم طالب بندي ته تخفيف او يا هم په ځانګړو ورځو کې طالب بنديانو ته ازادي نه ده ورکړې لکه د پخواني ولسمشر پر مهال به چې ورکول کېده، خو که دا عمل اشرف غني وکړي نو دا به د طالبانو او حکومت تر منځ د جګړې د ختمېدو لپاره یو قدم مخکې والی او د اوربند د غځولو لپاره يو ښه اقدام وي.
د طالبانو له لوري د اوربند اعلان او په افغان نظاميانو د صله رحمۍ مهم ټکي:
د طالبانو مشرتابه د اختر ورځو د خوشحاليو او هېوادوالو د نيکمرغۍ په مناسبت درې ورځې د اوربند اعلان وکړ خو د طالبانو پر خپل ولس صله رحمي له حکومت څخه زياته ده.
ځکه ملاهبة الله اخند زاده صاحب ټول طالبان د اختر له لومړۍ تر درېمې ورځې منع کړي چې د دولت پر هيڅ کوم نظامي ځواک يا د طالبانو په اصطلاح (افغان مخالفينو) به برید نه کوي او که هغوی يې وکړي دوی د دفاع حق لري.
د طالبانو مشرتابه له دغه حکم څخه بهرني ځواکونه مستثنی کړي او خپلو پلويانو ته يې حکم کړی چې پر هغوی عمليات جاري وساتي او هرځای يې تر خپلو بريدونو لاندې راولي.
درېيمه مهمه خبره چې د اشرف غني او د طالبانو د مشر ملاهبة الله اخندزاده تر منځ ده هغه پر خپلو هېوادوالو صله رحمي ده، د طالبانو مشر خپلو ټولو مسئولينو او والیانو ته امر کړی چې په خپلو بنديخانو کې ټول نظامي بنديان (ملي اردو، پوليس، اربکيان) او هرهغه نظامي کس چې دوی سره بندي وي خو په راتلونکي کې په دولتي ليکو کې دا ضمانت ورکولی شي چې بيا به د دولت ليکو ته نه ورځي معلومات ورکړل شي تر څو یې له زندان څخه د خلاصون په اړه د طالبانو مشرتابه پريکړه وکړي.
د طالبانو څلورمه صله رحمي چې د اوربند سربیره يې له خپل ولس سره لري، ټولو بنديانو که دوی سره يې ډزې هم کړي وي يا جنايي وي مسئولين به يې ورته زمينه برابروي چې کورنۍ سره ملاقات وکړي.
دغه راز د طالبانو وياند وايي، دولتي عسکر د اوربند پر مهال پرته له وسلې د طالبانو سيمو ته بغير له کومې ويرې تللی او چکرې وهلای شي.
ټول طالبان به هغه ځای ته له ورتګ ډډه کوي چې هغې ځای کې د (حکومت او بهرنيانو) له لوري د بمبارۍ خطر وي ترڅو عام ولس ته زيان وانه وړي.
که د اوربند او جنګي بنديانو د صله رحمۍ په اړه د طالبانو اقدام ته وګورو نو بايد اشرف غني هم ورته ډول کارونه وکړي او صله رحمي او اوربند له طالبانو زده کړي.



