لوګر: شپږتنه امنیتي منسوبین طالبانو ته ورغلي
رابورونه وایي چې د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیتي ځواکونو ۶ تنه عسکر له خپلو 1مهماتو سره یوځای طالبانو ته ورغلي.
سرچینې وایي، یادو ځواکونو وسله پرځمکه ایښې او د طالبانو پر وړاندې یې له جګړې لاس اخیستی.
دولتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلی، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دیادو کسانو د ورتګ پخلی کوي او زیاتوي چې یاد امنیتی کسان د دوی د جلب او جذب د کمیسیون په هڅو د دولتي عسکرو له صف څخه رابیل او د دوی لیکو ته ورغلي.
طالبانو د یادو کسانو انځورونه هم خپاره کړي

د یادولو ده چې د طالبانو د وروستي راپور تر مخه ، په تیره یوه میاشت کې ۷۰۰ امنیتي ځواکونه د حکومت له لیکو راجلا اوخپل عادي ژوند ته یې ادامه وکړې



