نن په ټول هېواد کې د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو ۹۹ يمه کليزه لمانځل کېږي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۸)
نن چې د زمري د مياشتې ۲۸ نېټه ده، په ټول هېواد کې له انګريزانو د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۹ کليزه لمانځل کېږي.
د وخت پاچا شاه امان الله خان د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په اته ویشتمه انګلیسي واکمنان دې ته اړ کړل چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني.
د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ چې د پاچا امان الله له خوا رسماً د ازادۍ ورځ نومول شوې، نن په ټول هېواد کې لمانځل کېږي.
دغه ورځ به پخوا د هېواد په هره برخه کې د چارواکو له خوا په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کېدله خو د وروستيو ناامنيو له کبله يې اوس لمانځل کمرنګه شوي دي.
افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.
د هېواد د خپلواکۍ ٩٩ يمه کليزه د ولسمشر غنى، ډاکټر عبدالله او نورو چارواکو له خا په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي کې د ګلانو ګېډۍ په کېښودو سره ونمانځل شوه.
د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې لپاره نن د کابل سربيره د هېواد په ټولو ولایتونو کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.
هرکال دغه ورځ په ټول افغانستان کې عامه رخصتي وي او د زمري ۲۸ هېوادوال د خپلواکۍ ورځ بولي او لمانځي.



