کابل ښار د غير مسووله وسله والو ډزو په سر اخيستی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۸)
نن د وږي مياشتې اتلسمه نيټه ده چې د حکومت له خوا دغه ورځ د شهیدانو اوونۍ په نوم نومول شوې ده.
که څه هم دغه ورځ د شهيدانو اوونۍ په نوم ياديږي خو په حقيقت کې پر دغه ورځ د نظار شورا قومندان احمدشاه مسعود وژل شوی و.
د شمال ټلوالۍ غير مسووله وسله وال هر کال په دغه ورځ د کابل ښار واټونو او کوڅو ته راوځي، ډزې کوي او دغه ورځ د دولتي امکاناتو په زور نمانځي.
نن چې د وږي اتلسمه ده، د شمال ټلوالې سلګونه لنډه غر او غير مسووله وسله وال د کابل واټونو ته راوتلي، ډزې کوي چې له کبله يې ډيری لارې او سړکونه هم بند شوي او خلک د هغوی له ډاره تګ راتګ نه شي کولی.
د دغه ټلوالې يوه قومندان وړمه ورځ په یوه ويډيو خبرداري کې د کابل امنيه قومندان ته اختار ورکړ ويې ويل (که د يادو وسله والو د مخنيوي په باره کې يې لږ حرکت هم وکړ نو بار او بستره به دې درټوله کړم او کابل به هم درنه ونيسو.)
په کابل کې د شمال ټلوالې ګڼ شمير وسله وال کسان په تورو ښيښو موټرو او رینجرو کې هرځای راوتلي او ډزې يې پيل کړي دي.
په کابل کې هغه کاروانونه ، چې د شهید اونۍ د نمانځنې لپاره راوتلي د موټرو کاروانونه يې جوړ کړي چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي ، ځینې یې بیا له ځانه سره برچې هم لري خو دولتي ځواکونه يې د تلاشۍ څخه عاجز دي.
تيره ورځ د کورنيو چارو وزارت ويلي و چې د شهيد ورځې د نمانځې پر وخت سرغړوونکي به له جدي چلند سره مخ شي او افغان ځواکونو ته يې د امنیت ساتنې امر کړی دی.
دا چې په ټول ښار کې د شمالي ټلوالې او نظار شورا پلويانو د ډزو غږونه اورېدل کېږي، د وسله والو کسانو د موټرو او موټرسيکلونو نمايش روان دی خو تر اوسه يې په اړه امنیتي مسوولينو د مخنيوي لپاره اقدام نه دی کړی.
په تير کې هم د شمال ټلوالې کسانو د احمد شاه مسعود د وژنې پر ورځ کابل ښار کې ورته ډول نمایشونه- ډزې کړي چې له کبله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د شنونکو په باور دا چې حکومت په کابل ښار کې د ښکاره وسله والو مخنيوی نه شي کولی نو د هغه چا مخنيوی به څنګه وکړي چې هر وخت يې ولسمشر او نور چارواکي په خپلو ويناګانو کې يادوي.


