هرات: د کهسان ولسوال په چاودنه کې ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۹)
د هرات څخه راپورونه وايي، چې د دغه ولايت په کسهان ولسوالۍ کې دننه چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي سرچينې وايي، چاودېدونکي توکي د ولسوال په دفتر کې ځای پر ځای شوي و چې د هغه په شتون کې چاودنه هم شوې ده.
که څه هم د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد په لومړيو کې وويل چې د نوموړي له روغتيايي وضعيت څخه کره معلومات نه لري خو وروسته يې رسنيو ته وويل چې نوموړی په ياده چاودنه کې وژل شوی دی.
د کهسان ولسوالۍ سيمه ييزو سرچينې وايي، چاودنه نسبتاً شديده وه او د ولسوال په شمول د هغه څو تنه کارمندان هم پکې وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی، خو تر دې مخکې طالبانو پر ځينو دولتي او پوځي چارواکو ورته ډول چاودنې ترسره کړي دي.



