میدان وردګو او کندوز کې طالبانو پوستې نيولي- لسګونه عسکر وژل شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۳)
د ميدان وردګو ولايت په سيداابا ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو په پوستو بريدونه کړي چې د چارواکو په وينا څوارلس عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د میدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت درانی وايي، دغه بريد تيره شپه د يادې ولسوالۍ په منګليو سيمه کې د ملي اردو په پوسته شوی چې په ترڅ کې يې نهه عسکر وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې وه خو سيمې ته د نورو امنيتي ځواکونو په رسېدو بيرته دولتي ځواکونو نيولې ده.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، په ياده سيمه کې نهه عسکر وژل شوي، د هغوی نهه ميله وسلې، يوه دهشکه او په زياته اندازه مهمات هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي.
دغه راز مجاهد زياتوي، د يادې ولسوالۍ مربوط په باقرخيلو، عزیزکلا او عبدالمحی الدين سيمو کې په پوستو د ليزري وسلو بریدونه شوي چې په پايله کې يې څوارلس عسکر وژل شوي او د هفت آسياب په خواجه احمد سيمه کې د کومکي عسکرو يو ټانګ په ماين الوزول شوی دی.
له بله پلوه د کندزو ولايت څخه هم د طالبانو د بريدونو راپورونه ورکول شوي چې د ځايي سرچينو په وينا امنيتي سرتيرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
سيمه ييزې امنيتي سرچينې وايي، چې طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ د اختيپې اړوند سيمو کې په پوځي مرکز او پوستو بريدونه کړي چې نږدې شل عسکر پکې وژل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د يادې سيمې په په لغمانيو کلي کې يې يوه مهمه قرارګاه او يوه پوسته نيولې زياتوي چې د جګړې په ترڅ کې ۲۶ عسکر وژل شوي او د قومندان مدثر په ګډون ګڼ شمير نور ټپيان شوي دي.



