د امریکا دفاع وزیر استعفا ورکړه

کابل.کام – د لېندۍ ۳۰مه:

له سوریې د امریکايي عسکرو د وتلو تر اعلان وروسته د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس استعفا ورکړه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، مټیس ورسره په بېلو برخو کې د پام وړ کارونه کړي ، اوس ددې وخت دی چې تقاعد شي.

رویټرز خبري اژانس ته د امریکا د دفاع وزیر جیمز میټس ویلي چې خپله دنده له ولسمشر ټرمپ سره د نظر د اختلاف له امله پریږدي.

په عین حال کې، امریکايي چارواکو ویلي ټرمپ پریکړه کړې چې په راتلونکو څو اونیو کې له افغانستان څخه نیمايي امریکايي عسکر وباسي.

د امریکا په دفاع وزارت کې دوو مهمو او باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې له افغانستان څخه دمګړۍ د ۷ زرو عسکرو د ایستلو خبره کېږي چې ښایي په همدې ترتیب ټول عسکر له افغانستان څخه را وایستل شي.

امریکایي ولسمشر دغه راز پریکړه کړې چې له سوریې څخه به یې تر راتلونکو ۱۰۰ ورځو ټول عسکر خپل هیواد ته ستانه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button