سکاټ میلر: پوهیږو چې طالبان له نظامي لارو نه شو ماتولی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۶)
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر په یوه مرکه کې ویلي، امریکا ټوله هڅه کوي چې طالبان د سولې خبرو ته اړکړي او په هره برخه کې کوښښونه دوام لري.
نوموړي له سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، نظامي عملیات د دې لپاره ګړندي شوي، څو طالبان د سولې خبرو ته مجبور شي خو په وینا یې
“ په ټوله کې باید ومنو چې دا جګړه نظامي حل نه لري“
میلر زیاتوي، اوسني پرمختګونه هم د دوی د نظامي فشار نتیجه ده او تر هغو به دوام وکړي، څو طالبان د سولې خبرو ته د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت له غوښتنو سره سم نه وي اماده شوي.
میلر دغه راز ویلي، پر دې نه پوهیږي چې طالبان د دې جګړې حل په سیاسي که نظامي لاره کې ویني خو په خبره یې چې، د دوی تجربې داښیي چې طالبان د زور له لارې خپله ماتې نه مني او ورځ تر بلې ځواکمن کیږي.
میلر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د ټرمپ اداره غواړي راتلونکو څو میاشتو کې له افغانستان څخه خپل نیمایي عسکر وباسي.
د امریکایی شنونکو په باور، افغان او امریکایي ځواکونه هڅه کوي پر طالبانو فشارونه زیات کړي څو په دې توګه په مذاکراتو کې خپلې غوښـتنې پرې په اسانۍ سره ومني.



