راتلونکي مذاکرات او د کورنيو جګړو “اوازو” په اړه د طالبانو ډاډ

راتلونکي مذاکرات او د کورنيو جګړو “اوازو” په اړه د طالبانو ډاډ

راپورتاژ: الماس خدرخېل—-

د راپورونو له مخې، د امريکا او طالب استازو تر منځ د افغانستان سولې په اړه بله غونډه ښايي په سعودي عربستان کې ترسره شي.

د دسمبر په اته ويشتمه نيټه د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وويل، تمه لري چې په دې ناسته کې د افغان دولت او سولې شورا استازي هم ګډون وکړي خو نوموړي د پلاوي څرنګوالي په اړه جزيات ورنه کړل.

د دسمبر په نهه ويشتمه د ارګ له لوري په يوه خبرپاڼه کې د ولسشمر غني او سعودي واکمن شاه سلمان بند عبدالعزيز تر منځ د تيليفوني خبرو راپور ورکول شو.

خبرپاڼه کې ويل شوي و چې اشرف غني د افغانستان سولې په اړه د سعودي د هڅو مننه کړې او په دې برخه کې يې د سعودي رول مهم بللی دی.

دغه راز سعودي مشر شاه سلمان هم ويلي، چې د سولې پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې به ټولې هڅې وکړي.

دا چې د سولې شورا او ځينو افغان چارواکو راپورونه ورکړل چې د سعودي په غونډه کې به د حکومت استازي هم ګډون کوي خو طالبانو يو ځل بيا د کابل حکومت سره د ناستې اوازې رد کړې.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد د دغه اوازو له خپرېدو وروسته د دسمبر پر ۲۹ وړمه ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، د طالبانو له حکومت سره په دريځ کې تغير نه دی راغلی زياته يې کړه: ” دغه آوازې حقیقت نه لري، له کابل ادارې سره د ناستې په اړه د اسلامي امارت په دريځ کې کوم تغیر نه دی راغلی بلکې پخوانی دريځ دی.”
طالبانو وويل، چې دوی د یوه قوي پلان له مخې له امريکايانو سره مذاکرات پر مخ وړي څو افغانستان کې د بهرنيانو اشغال پای ومومي او هيله يې څرګنده کړه چې د مذاکراتو له پروسې سره بې باکانه چلند ونه شي، چاته بې ځایه هيلې ورنه کړل شي، امريکا چې له طالبانو سره د مذاکراتو پړاو ته داخله شوې بايد له دغه خبرو تبليغاتي استفاده ونه کړي.

دوه اونۍ وړاندې هم، د طالبانو استازو په ابوظبي کې له افغان استازو سره ونه لیدل او یوازې له امریکايي، پاکستاني او عرب چارواکو سره یې خبرې وکړې.

د ابوظبۍ له ناستې مخکې هم افغان چارواکو له طالبانو سره د مذاکراتو خبر ورکړی و خو د حکومت په استازيتوب تللي کسان د طالبانو د انکار له کبله ونه توانيدل چې له هغوی سره ناسته وکړي.

طالبانو پرون يوځل بيا د “ورځې خبره” په مطلب کې چې د دوی رسمي نظر څرګندوي وويل، د (کابل رژیم د روان اشغال زېږنده او د امریکایانو د ګټو او ستراتیژیکو منافعو یوه استخباراتي پروژه ده) زياتوي هیڅکله ددې واک اوصلاحیت نلري چې دجګړي دپای ته رسیدو په اړه کوم وړوکی تصمیم هم  ونیسي.

مطلب کې راغلي، اسلامي امارت په دې باوردی  چې ترڅوله امریکایانوسره یوه حل ته ځان ونه رسوي له بل هرلوری اوډلي ټپلي سره خبري لدې پرته چې دوخت ضیاع وبلل شي بله نتیجه اوپای نلري.

د سولې فعال او شنونکی شفی اعظم په خپله فسبوک پاڼه ليکي: حکومت پر ځای د دې چې د سولې په پار طالبانو سره د باور جوړونې هڅه وکړي په عمدي ډول مخکې د اماراتو د غونډې له جوړېدو په خپل سر کله عمران خان ته زنګونه وهل کله یې خليلزاد ته مسجونه کول او بيا یې په خپل سر حمدالله محب ور واستوه چې بې پايلې کابل ته راستون شو. حکومت په دغه تګلاره د خپل حیثیت سربېره د باور جوړونې پر ځای په دغه سوله ايز ماحول کې د نظامي جګړې باوجود يوې بلې لفظي ناندرۍ ته زمينه مساعده کړه چې له امله یې دوه اتشين وزيران وګمارل شول او تند پېغامونه رد بدل شول.
د نوموړي په باور، اوس د سعودي ناستې لپاره ورځ ټاکل شوې نده خو غني صېب بيا وختي شاه سلمان ته زنګونه شروع کړي او په دې کار غواړي يو ځل بيا د اماراتو کیسه تکرار کړي. حکومت مشر غواړي په شين زور طالبانو سره خبرو ته کېني او بيا په سترګو کې پېغور ورکړي چې څرنګه در سره کېناستم.

د امريکايي عسکرو د احتمالي وتلو سره د کورنۍ جګړو اندېښنې او د طالبانو ډاډ:

له امريکايانو سره د طالبانو تر مخامخ مذاکراتو له پيلېدو وروسته ډونالډ ټرمپ د خپل پوځ چارواکو ته وويل چې له افغانستانه د خپلو اووه زره امريکايي عسکرو د ايستلو په اړه دې پلان جوړ کړي.

له افغانستانه د امریکا د احتمالي وتلو تر اعلان وروسته د سيمې او هېواد په کچه غبرګونونه راوپارېدل چې ځينو هېوادونو يې هرکلی وکړ خو د بي بي سي په شمول ځينو رسنيو راپورونه ورکړل چې ښايي د بهرنيانو تر وتلو وروسته افغانستان کې يوځل بيا کورنۍ جګړې پيل شي.

په واشنګټن کې ميشتې د کړکيچ نړيوالې ډلې په يوه راپور کې ويلي، له افغانستانه په بېړه د امریکایي ځواکونو وتل ښايي يوځل بيا د کورنۍ جګړې سبب شي.

خو طالبانو د دسمبر په پنځه ويشتمه د “ورځې خبره” تر عنوان لاندې چې د دوی رسمي نظر څرګندوي وويل، د ټرمپ له خوا د ځواکونو د کمولو تر اعلان وروسته ځينې رسنۍ د مسوولانه برخورد مشورې ورکوي (داچې امریکا دې په وتلو کې بېړه نه کوي).

طالبانو له يادو کړيو غوښتي چې  د خپلو شخصي مصالحو د ساتلو پخاطر، د مسؤلانه برخورد تر ښایسته پوښ لاندې دې بهرنيو ځواکونو ته د پاتی کیدلو مشورې نه ورکوي ځکه چې دا کار نه د امریکایي او نه د افغان ولس په خیر دی.

طالبانو په دغه مطلب کې ويلي، هیڅکله د کورنۍ جګړي اراده نلري او نه چا ته اجازه ورکوي چې د کورنۍ جګړي د ویري تر عنوان لاندې د کورنۍ جګړې د راپیدا کیدلو لپاره کمپاین وکړي زياتوي: “اسلامي امارت لکه څنګه چې یې د اشغال په وړاندي په پوره متانت سره د سر په بیه د هیواد او دین دفاع وکړه، دا راز به په راتلونکي کې هم د هر ډول شر او فساد، کورنیو جنګ جګړو د مخنیوي په لاره کې دریږي، له هیوادوالو سره به په ګډه د ځواک او حکمت له لاري د ټولو هغو عواملو مخه نیسي چې د کورنۍ لانجې د رامنځ ته کولو لامل ګرځي”.

همدارنګه طالب وياند ذبیح الله مجاهد رويټرز خبري اژانس ته ويلي، که د سولې خبرې بریالۍ شي افغانانو ته باور ورکوو چې هيچاته به د دوی له لوري ګواښ نه وي، عامه بښنه به اعلانوو، هيڅوک (پوليس، اردو او دولتي کارکوونکي به زمونږ له غچ سره مخ نه شي).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button