په کندوز ولایت کې دلاریون والو مخنیوی شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۳وری، ۱۳۹۸ل)

بیګاه دکندوز ولایت په مرکز کې ددرېوو کورنیو ۱۲ غړي وژل شوي دي. دا عمليات له تېرو درېيو ورځو راهيسې د کندوز ښار اړونده سيمو نومې سیمه کې روان دي. د کندوز ښار د تلاوکې سيمې اوسېدونکو د امام صاحب د بندر په سيمه کې لاريون کړی او ادعا يې کړې چې د تېرې شپې په عملياتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي. دوی زیاتوي چې په دغو بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ کسان وژل شوي او يو ټپي دى. دوى نن خپل مړي د ولايت مخې ته وړل، خو د امام صاحب په بندر کې امنيتي مسوولينو اجازه ورنه کړه. د کندوز ولايتي شورا غړي مولوي خوش محمد نصرتيار چې د لاريون سيمې ته ورغلى وو، ملکي تلفات یې تاييد کړي دي. په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ويلي، دوى د ملکي تلفاتو ادعاوې جدي نيسي او په اړه يې څېړنې کوي.

دیادونې وړ ده چې په دې وروستیوکې ملکي تلفات تر اټکل ډېر شوي، او هره ورځ دملکي وژنو په غبرګون کې لاریونونه کیږي، مګر بیاهم شپنۍ چاپې، اودعامووګړو په وژنه کې کوم تغیر نه ترسترګوکیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button