له وینو د وینو بوی نه ورځي خو له سولې د وینو بوی ورځي

څارنوال حشمت عبیدي
تیره ورځ ولسمشر غني په یوه وینا کې وویل چې زه به هغه سوله ونه منم چې له هغې د وینو بوی راځي، مخکې به یې ویل هغه سوله غواړم چې با عزته سوله وي.
د ولسمشر له پخوانۍ دې خبرې چې باعزته سوله غواړم، د سولې نه موخه د خپل اقتدار دوام دی او له دې تازه ببولالو نه چې ویلي یې دي: هغه سوله به ونه منم چې د وینو بوی ترې راځي؟!
خو د حیرانتیا خبره داده چې د ولسمشر تر زمامدارۍ لاندې هره ورځ په هر ولایت کې د هیوادوالو پر کورونو د ړندو او وحشیانه چاپو ځنځیري سلسله روانه ده او داسې ورځ نشته چې په لسګونو هیوادوال مو چې پکې ښځې، ماشومان او سپین ږیری هم شامل دی په خپلو وینو کې نه لمبیږي، خو ولسمشر ته د دغو حقیقي بهیدونکو وینو چې ټول یې په سترګو وینو هیڅ ډول بوی نه ورځي، خو برعکس بیا د سولې او جنګ ختمیدا نه د وینو بوی ورځي، لکه څنګه چې ویل کیدل چې د ولسمشر معده نشته، له دا ډول څرګندونو معلومیږي چې د شامې او لید او اوریدو حواس یې هم نشته چې نه د ورځنیو وینو بوی ورځي او نه یې په خبرونو کې اوري او نه یې په تلویزیونو او ټولنیزو رسینو کې ویني؟
خو اصلي خبره داده چې داسې خلک ټول حواس لري خو حقیقت پټوي په سترګو یې وینې خو ځان داسې ناګاره کوي چې ګوندې نه یې ویني، همداسې یې اوریدل او بوی کول.
اصلا یو څوک چې له زړه نه پر مومن به ارکانو ایمان ونلري هغه همدې ته ورته وي، چې نه حق وایی، نه حق ويني او نه یې مني. په خوله یې یوه او په زړه یې بله وي، ځکه ولسمشر ته د وینو نه د وینو بوی نه ورځي خو له سولې نه د وینو بوی ورخي. باید ولسمشر د ځان علاج وکړي، په ځانګړې توګه د خپلو حواسو درملنه.



