په موزمبيق، میلاوي او زمبابوی کې سيلابونو له ۷۰۰ زیات کسان مړه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۴)

د افريقا په درې جنوبي هيوادونو کې د سمندري طوفانونو او سيلابونو له کبله له اووه زيات کسان وژل شوي او زرګونه ودانۍ ویجاړې شوي دي.

د موزبيق د چاپيريال ساتنې وزير سيلوز کوريا د “ایډايي” په نوم طوفان کې تر دې دمه د ۴۱۷ کسانو د وژل کيدو خبر ورکړی.

هغه وايي، چې وضعيت د ښه والي خوا ته روان دی خو لا هم خطره شته.

د موزمبیق صدر فلپ نیوسي په خپله وينا کې اندېښنه ښکاره کړې وايي، ښايي په دغه طوفانونو او سيلابونو کې د مړو شميره تر زرو هم واوړي.

راپور زياتوي، د موزبيق طوفان په ساعت کې ۱۷۰ کيلومتره سرعت درلود چې سخت باد يې ملتيا کوله او له کبله يې سلګونه کورنۍ اغيزمنې کړي دي.

دغه راز په زمبابوی کې  ۲۵۹ او په بل افريقايي هيواد ملاوي کې د طوفانونو له امله د ۲۵۹ کسانو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button